IQNA

دپاکستان له زندان څخه د طالبانو دمشرانو خوشی کیدل 

21:25 - October 31, 2018
د خبر لمبر: 3481630
نړیواله ډله: ه کابل کښې د پاکستان سفارت وویل د طالبانو ډلې دوه (۲)مشران د افغانستان د حکومت او ددغه ډلې ترمینځ د سولې دخبرواترو د اسانتیا او دزمینې د برابرولو لپاره د پاکستان له زندانونو خوشی شوی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دافغانستان د سولې دلوړې شورا د نړیوالو چارو سلاکار« اسماعیل قاسم یار »وایی د طالبانو ډلې   د دوو(۲) مشرانو ملا عبدالغنی برادر او د ملاصمد ثانی خوشی کیدل ددغه هیواد دسولې په بهیر اغیز شیندلی شی .خو   دافغانستان حکومت داسې نظر لری  دپاکستان حکومت له هغه څه چې د طالبانو دمشرانو بندی کول یې نوموی د معاملې دیوه(۱) اوزار یا د افغانستان په حکومت د دباو د اعمالولو په توګه استفاده کوی .
په همدې دلیل د افغانستان پارلمان د اسلام اباد له حکومته غوښتی دی زر ترزره د طالبانو خوشی شوی مشر ملا« عبدالغنی برادر» د کابل حکومت ته وسپاری .
ملا عبدالغنی برادر د طالبانو د مړ شوی مشر ملا محمد عمر مرستیال وو  کوم چې په ۲۰۱۰ میلادی کال کښې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د امریکا  دجاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency)او دپاکستان د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (Inter-Services Intelligence)په ګډو عملیاتو کښې نیول شو وو .
خو دافغانستان چارواکی په دې خبره چې  واقعا د طالبانو مشران دپاکستان په زندانونو کښې دی شک لری .
دافغانستان ځینې سیاسی ټولنې باوری دی پاکستان هغه وخت ادعا کولای شی چې دطالبانو دغه دوه (۲)مشران ملا عبدالغنی برادر او ملا صمد ثانی یې له زندانونو خوشی کړی چې هغوې اجازه ولری له پاکستان څخه بهر ته سفر  وکړی .
په بله بڼه کښې د افغانستان دطالبانو د دوو (۲)مشرانو ملا عبدالغنی برادر او د ملا صمد ثانی خوشی کیدل دافغانستان دسولې له بهیر سره د مرستې لپاره د کابل له حکومت سره د ملګرتیا لپاره د پاکستان د حکومت د حکومت مټې رانغړلی دی او هر وخت چې د اسلام اباد حکومت وغواړی نو دطالبانو دغه دوه(۲) مشران دوباره زندانی کولای شی .
د سیاسی مسائیلو کارپیژاند« سید اسحاق دلجو» وایی پاکستان د افغانستان او دټولې سیمې په ارتباط یوه داسې  ملی ستراتیژۍ لری چې لویدیځ او عرب هیوادونه یې  ملاتړ کوی او هغه د افغانستان له حکومت سره د هر ډول ملګرتیا په بدل کښې د اسلام اباد دغوښتنو پوره کول دی .
دې ته په پام سره چې دپاکستان حکومت د افغانستان دسولې د بهیر د پرمخ بیولو په لړ کښې د ملګرتیا لپاره دافغانستان دحکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی په افغانستان کښې سیاسی ټولنې د پاکستان له زندانونو د طالبانو د دوو(۲)مشرانو خوشی کول له هرڅه زیات د امریکا د غوښتنې په خاطر ګڼی او د اسلام اباد حکومت هم د امریکا د دباونو دکمولو او د پاکستان او د امریکا ترمینځ د ملګرتیا د نوی پړاو د پیلیدا لپاره د طالبانو دوه (۲)مشران  خوشی کړی دی .
راپورونه وایی چې پاکستان  دافغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل په ځانګړی غوښتنه د طالبانو مشر ملا عبدالغنی برادر له زندانه خوشی کړی دی .
ځکه چې  دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاده خپل ترټولو مهم پروګرام له طالبانو سره خبرې اترې بللی دی او داسې ښکاری پاکستان له دې زیات چې دافغانستان دحکومت د هدفونو له تحقق سره مرسته وکړی د زلمی خلیل زاد  په لوبغالی کښې لوبه کوی .
دسیاسی مسائیلو کارپیژاند بارنیټ روبین (Barnet Rubin) وایی په افغانستان کښې دامریکا ستراتیژۍ د اجرا وړ نه ده  او تراوسه له ماتی سره مخ شوی ده ځکه چې په دغه ستراتیژۍ کښې د روسیې او دایران او په تیره بیا دچین په شمول د سیمې نورو سترو او مطرحو هیوادونو ته هیڅ پام نه دی شوی .
په هرحال د امریکا د ډیموکراټ ګوند  د مشرانو جرګې د یوه(۱) غړی سناتور براډ شیرمان دغه څرګندونې چې ویلی  یې دی دافغانستان له حکومت سره د امریکا مرستې باید د ډیورینډ   ( Durand Line))سرحدی کرښې له منلو سره مشروطه شی ددې ښودنه کوی چې امریکا او پاکستان د افغانستان د بدلونونو د راتلونکی په اړه د معاملې کولو په حال کښې دی او امریکا ته داسلام اباد د خدمتونو په بدل کښې هم پاکستان دا  تمه لری واشنګټن د افغانستان او دپاکستان د نړیوال سرحد په توګه د ډیورینډ فرضی کرښې د منلو لپاره د افغانستان په حکومت دباو راولی .
په همدې دلیل د افغانستان دمشرانو جرګې مشر «فضل هادی مسلمیار» هم دامریکا د ډیموکراټ ګوند دمشرانو جرګې دیوه (۱)غړی سیناتور براډ شیرمان (Brad Sherman)د څرګندولو په غندلو سره هغه د کابل په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې منع کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77712

captcha