IQNA

د حسيني (ع) اربعين له لارې د اسلامي نړۍ په وحدت تاکيد

21:27 - October 31, 2018
د خبر لمبر: 3481631
نړیواله ډله: په عراق کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د بعثې استازي وويل، امام حسين (ع) له ټول بشريت سره تعلق لري او د هغه حضرت اربعين د نړۍ د مسلمانانو د وحدت د مضبوطيه کنجي او رمز دے.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام والمسلمين نجف نجفي روحاني پرون په کربلا کښې د امام حسين (ع)  د يو شمېر سني زائرينو علماو  په کتنه کښې وويل، حسيني (ع) اربعين يا څلوېښتي به  بالاخره د امت واحده د جوړېدو سبب وګرځي، ځکه چې په داسې عظيم الشانه غونډه کښې د ميلينونو انسانانو عشق او ايثار او هغه هم د يو مقصد لپاره په نړۍ کښې بې مثاله چاره ده.په عراق کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د بعثي استازي زياته کړه، د ايران او عراق دوو ملتونو تعلقات او روابط به په تېره بيا د حسيني (ع) اربعين په ورځو کښې د لا زيات وحدت، يووالي او پېوستون سبب شي.
حجت الاسلام والمسلمين نجف نجفي روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې د حسيني اربعين د زائرينو راتلونکے حرکت به د بيت المقدس په لور وي وويل، دښمنان او د امريکې نړيوال استکبار د اربعين موضوع د هغې د حساسيت له لحاظه په ډېر دقت سره څاري نو ځکه پکار دي د نړۍ مسلمانان بېدار اوسي او د دښمنانو دسيسې شنډې کړي.
د سني علماو د پلاوي په نمائندګۍ شېخ مهدي حيدري کبير هم په دغه کتنه کښې وويل، حسيني اربعين  د اسلامي امت د يو زړه توب، وحدت، انسجام او يو والي ذريعه ده او دا چاره ورځ په ورځ له مضبوطه او پياوړې کيږي.
http://parstoday.com/ps/news/world-i77747
captcha