د ایکنا راپور له مخې، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. االعظمی سید علی خامنه ای له استکبار سره دمبارزې د ملی ورځې یعنی د لړم دمیاشتې د دیارلسمې په درشل کې په تهران کې د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې پخپلې ولولناکې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا ځوړتیا د نړۍ د معتبرو نظر خاوندانو په اجماع سره په یوه واقعیّت بدله شوې ،ټینګار کړی ، دایران ملت دخپلو ځوانانو په انګیزې ، لوړې روحیې او زیار او هڅې سره لازیات ځلیدونکی او لاغوره راتلونکی په وړاندې لری .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداراز دایران په ضد دخپلو څلویښت کلنو دسیسو په تحقق کې دسترې شیطانې امریکا ماتو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ د محصیلینو په لاس دامریکا دجاسوسۍ ځالې (سفارت ) نیول کیدا امریکا ته دایران دملت له خوا یوه سخته څپیړه وه .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دامریکا د :نرم قدرت : د ورستیدو او له مینځه تلو باندې مشتمل د نړۍ د معتبرو ټولن پیژاندو او ډیروسیاستوالانو اعتراف ته په اشارې سره زیاته کړې ، دامریکا نرم قدرت ،یعنی ، پر نورو هیوادونو دخپل نظر منل او تپل . اوس په ترټولو کمزوری ممکن موقعیّت کې دی او دامریکا د اوسنی ولسمشر واک ته درسیدو له وخت راهسې نه یوازې ملتونه بلکې داروپا حکومتونه، چین، ورسیه ، هند، افریقا اولاتینې امریکا هم دامریکا له فیصلو سره په ډاګه مخالفتونه کوی .
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای دامریکا دځوړتیا واقعیّت ته دسیمې دهیوادونو دپام په جلبولو سره وفرمائیل ؛ هغه کسان دې چې دا مریکا په ملاتړ سره حاضر دی ، دفلسطین موضوع په کلی ډول هیره کړی ، متوجه شی چې امریکا حتی پخپلې سیمې کې هم دځوړتیا په حال کې ده ، خو د دغې سیمې ملتونه او دهغو حقایق ژوندی اوتل پاتې دی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i77840