IQNA

د سوريې په باره کښې د ايران او روسيې د صلاح مشورو نوې دور

22:06 - November 09, 2018
د خبر لمبر: 3481647
نړیواله ډله: د سوريې په اړه د ايران او روسيې د صلاح مشورو نوے دور نن د سوريې په چارو کښې د روسيې د ولسمشر د خاص استازي الېکزېنډر لاورنتيف په شتون سره په تهران کښې کيږي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ګډو سياسي، فوځي او امنيتي نوښتونو د پرمختګ، له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د سوريې د بحران د ختمېدو په باره کښې د دوو اړخيزو او څو اړخيزو ملګرتياو د چلند څېړنه په تهران کښې د لاورنتيف د خبرو ترو له اهدافو څخه دي. د تهران نننۍ غونډه د هغه چلند دوام دے چې مودې مودې مخکې د دواړو هېوادونو د سرمشرانو، خارجه وزيرانو او لوړ رتبه چارواکو په سطح شروع شوے دے. دغه خبرې اترې د آستانې د چلند په نامه د سياسي پروګرام په قالب کښې د سوريې په وړاندې د سياستونو له غږملولو نه علاوه د سيمه ايزو او نړيوالو مشکلاتو په وړاندې د غږملتيا او ملګرتيا لپاره يوه مناسبه موقع رامنځته کوي.په سوريې کښې د ايران د اسلامي جمهوريت پخوانے سفير او د ايران او اوراېشين مطالعاتو د موسسې شناندے محمد رضا رئوف شيباني د سوريې د بحران د هواري په وړاندې د ايران او روسيې د غږملتيا د اهميت په اړه وائي: « د ايران او روسيې ترمېنځ ګډ سټراټيجک ضرورت د دغې ملګرتيا د جوړېدو سبب شو. په حقيقت کښې د دغې ملګرتيا د رامنځته کېدو ضرورت د سيمې د حالاتو په وړاندې له ګډو ګواښونو سره د مقابلې، د سيمې د راتلونکو بدلونونو او ترتيباتو په چلند کښې د تاثير کولو د ضرورت او په سوريې کښې د سختو ميداني حالاتو لپاره ګډ ضرورت ؤ او دے.»
ايران او روسيه له سيمې نه د وراخوا قوت له لوري د يو اړخيزو تپنو مخالف دي. په دې چوکاټ کښې د ايران او روسيې ملګرتياوې په دې وروستيو کلونو کښې د سيمې د بحرانونو په مديريت کښې يوه موثره ملګرتيا ده. د ايران او روسيې ترمېنځ سټراټيجک ائتلاف د سياسي چلند د تقويت او هڅونې له لارې په سوريې کښې د بحران د زرترزره ختمولو په لټه کښې دے. له دې امله د تهران غونډه يو خاص اهميت لري.
په ميداني بدلونونو کښې هم د ايران اسلامي جمهوريت د سوريې د قانوني حکومت د غوښتنې په بنياد او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره په دغه هېواد کښې شتون پېدا کړ او د دغه شتون دوام به په همدې بنياد وي. په عين حال کښې دغه شتون هم مخکې او هم په راتلونکي کښې د خپلې رائې او نظر د تپلو لپاره نه ؤ او نه به وي او د يو دوست ملت په توګه به د سوريې د ملت له ارادې څخه ملاتړ  کوي.
څرګنده ده چې د سوريې د راتلونکي لپاره په هر ډول حل لاره کښې وړومبنے او وروستنے رول د سوريې له ملت سره تعلق لري. په دې اصل باندې په تاکيد سره د ايران او روسيې ملګرتيا د آستانې د خبرو اترو په چلند کښې بڼه ونيوه چې  په سوريې کښې د صلحې د بيا ټينګولو او د نړيوالو اوږد مهالو ملګرتياو لپاره د تکيې کولو مطمئن ټکے ګڼل کيږی. نو ځکه د سوريې د بحران په هواري باندې د آستانې د خبرو اترو د چلند تاثيروالي ته په پام سره ضروري ده چې ايران او روسيه د ترکيې په ملګرتيا سره په سوريې کښې د ترهه ګرۍ د فتنې او جنګ د اور د مړ کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. دغه تعامل او ملګرتيا کولې شي د سوريې د راتلونکي د ټاکلو لپاره د دغه هېواد د زمکنۍ بشپړتيا او يووالي د ساتنې اود دغه هېواد د ملي حاکميت او د ملت د حق د احترام په بنياد د ګډ چوکاټ د رامنځته کېدو سبب شي، د سوريې په بحران کښې د ايران او روسيې د ملګرتياو افق له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د سيمې د نورو بحرانونو په مديريت کښې له ګډ ظرفيت څخه د استفادې لپاره يو پائېدار مېکانېزم دے.
د سوريې په بحران کښې د ايران او روسيې ملګرتيا د دغې نظريې له مخې د سيمې د نورو بحرانونو د هواري په خاطر د ملګرتيا لپاره هم يوه نمونه کېدې شي. ضروري ده چې دغه ملګرتيا او غږملتيا په سوريې کښې د صلحې او ثبات تر پوره ټينګېدو پورې دوام ومومي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i77915
captcha