IQNA

د امریکا ځانګړې استازې زلمې خلیل زاد پاکستان ته ورسید

23:12 - December 04, 2018
د خبر لمبر: 3481730
نړیواله ډله: خلیل زاد له دې مخکې افغانستان ته سفر کړی وو او ټاکل شوی ده د خپل سیمه ایز سفر په دوام کې اماراتو ، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بلجیم او قطر ته هم ولاړ شی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان په چارو کی د امریکا ځانګړې استازې زلمی خلیل زاد  د سیمې هیوادونوته د خپل دریم پړاویز سفر په دوام کی نن اسلام اباد ته رسیدلې دې او په دغه سفر کی به د پاکستان له  ځینوچارواکو سره  کتنه او دافغانستان د سولې په ارتباط خبرې اترې وکړی .خلیل زاد له دې مخکې افغانستان ته سفر کړی وو او ټاکل شوی ده د خپل سیمه ایز سفر په دوام کې اماراتو ، روسیې ، ازبکستان ، ترکمنستان ، بلجیم او قطر ته هم ولاړ شی .
له بلي خوا  برتانوی رسنۍ ټيليګراف  هم خبر ورکړى چې د طالبانو د قطر دفتر اووه کسيز پلاوى هم د سولې په اړه د مشورو لپاره پاکستان ته تللى دى.
يادې رسنۍ د طالبانو د نږدې سرچينو په حواله ليکلي چې د قطر دفتر پلاوى به په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره له امريکا سره ددريم پړاو خبرو اترو لپاره   مشورې وکړي.
خو سرچينې زياته کړې، دا لا نه ده معلومه چې د قطر ددفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ دغه پلاوى به د طالبانو مشر ملا هیبت ا... سره نېغ په نېغه وګوري که نه.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغان سولې لپاره دغو هلو ځلو په داسې حال کې زور اخيستى چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران څخه په يوه ليک کې په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
تراوسه  له افغان دولت او امریکا سره د سولې د خبرو اترو لپاره په طالبانو د دباو او مجبورولو لپاره د افغانستان ، قطر او امارتو په شمول د سیمې هیوادونو ته د خلیل زاد سفرونو کومه نتیجه نده ورکړی ځکه چی دغه ډله له افغانستانه د امریکایی عسکرو وتل د سولې د خبرو اترو شرط بولی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78648
captcha