IQNA

د پاکستان وزیراعظم په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت تاکید وکړ

22:56 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481781
نړیواله ډله: د پاکستان وزیراعظم وویل: د اسلام آباد حکومت به په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایرنا په لیکنه، عمران خان هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د صلحې او امنیت په ټینګښت او د جنګ په ختمولو سره د دغه جنګ ځپلي هیواد د خلکو د څلورو لسیزو کړاونه ختمیږي.په افغانستان کښې د صلحې په اړه د عمران خان څرګندونې په اماراتو کښې د پاکستان د استازي په شتون سره د امریکې او طالب ډلې د نمایندګانو د کتنې له وړومبي پړاؤ یوه ورځ وروسته مطرح شوې دي خو د یادې غونډې په پاې کښې د هغې د ګډونوالو لخوا هیڅ بیانیه صادره نه شوه.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79018
captcha