IQNA

نتانیاهو د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزارت هم په خپل لاس کښې واخیسته

23:09 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481784
نړیواله ډله: د صهیونیسټي رژيم پارلیمان موافقه وکړه چې د دغه رژيم وزیراعظم د جنګ وزارت مشري هم په غاړه ولري.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د صهیونیسټي رژيم پارلیمان موافقه وکړه چې د دغه رژيم وزیراعظم د جنګ وزارت مشري هم په غاړه ولري.د صهیونیسټي رژيم پارلیمان (کنسټ) پرون د ۵۶ مخالفو رایو په وړاندې د ۵۹ موافقو رایو سره بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د جنګ وزیر په توګه وټاکه.
نتانیاهو له دې مخکښې، د صهیونیسټي رژيم د جنګ د وزیر اویګډر لِیبرمین له استعفا وروسته دغه پوسټ په لنډمهاله توګه په لاس کښې اخیستی و.
یاده دې وي چې لیبرمین د نومبر په څوارلسمه نیټه د فلسطین له مقاومت سره په مقابله کښې د صهیونیسټي رژیم له ماتې وروسته د جنګ وزارت له مشرۍ استعفا ورکړې وه.
 http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79026
captcha