IQNA

پاکستان د امریکا د پوځیانو د ایستلو هرکلی وکړ

21:34 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481797
نړیواله ډله: اسلام اباد به دافغانستان دسولې د پروسې لپاره هرډول هڅه وکړي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دپاکستان دباندنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی پرون په ملتان ښار کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې له افغانستان څخه دعسکرو د ایستلو لپاره دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې هرکلی وکړ او په سیمه کښې د سولې لپاره د اسلام اباد اراده یې بیا تکرار کړه .هغه له افغانستانه د امریکا دعسکرو ایستل د سیمې د امنیت او ثبات د تامینیدا په ګټه وبلل .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل له افغانستان څخه د امریکا دعسکرو د ایستلو فیصله به په متحده عربی اماراتو کښې دامریکا او د افغانستان دطالبانو ترمینځ د سولې له ترسره کیدونکو خبرو اترو سره نوره مرسته هم وکړی .
هغه وویل پاکستان دافغانستان د طالبانو ځینې بندیان خوشی کړی دی چې د سولې دخبرو اترو لپاره ښه چاپیریال رامینځته کړی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی زیاته کړه اسلام اباد به دافغانستان دسولې د پروسې لپاره هرډول هڅه وکړی .
امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو سره د مبارزې په پلمه په افغانستان حمله کړی وه چې له  ناامنۍ ، بې ثباتۍ ، دملکی خلکو له وژل کیدا او دنشه ایزو موادو او دترهګرۍ له زیاتیدا پرته یې بل هیڅه نتیجه نه ده لرلی .
د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند له دغه هیواده د امریکا د یوشمیر عسکرو ایستل په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځی ستراتیژۍ ماتی ګڼی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79126
captcha