IQNA

دیمن انصار الله غورځنګ د ملګروملتونو هرکلی وکړ

21:37 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481798
نړیواله ډله: سعودي عربستان د امریکا ، د متحده عربي اماراتو، اردن او دڅونورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو او حملوته دوام ورکړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د سویډن دسولې په خبرو کښې د یمن د انصار الله غورځنګ دمرکچی پلاوی مشر محمد عبدالسلام په الحدیده (Al Hudaydah) ښار کښې د اوربند په موافقې دڅارنې لپاره دملګروملتونو د پلاوی د استولو د هرکلی په ترڅ کښې هغه د سعودی عربستان د تیریو د ختمولو لپاره مهم ګام وباله .هغه وویل د یمن په الحدیده کښې د اوربند په موافقې د څارنې لپاره د پلاوی داستولو لپاره دملګروملتونو د امنیت شورا فیصله  دیمن د کلابندۍ د ختمولو او په دغه هیواد د سعودی عربستان د تیریو د بندولو لپاره مهم ګام دی چې پراخ بنسټه سیاسی موافقې ته د رسیدا زمینه برابره شی .
بل خبر دا چې د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان په جیزان  کښې ددغه هیواد دعسکرو په مرکزونو د زلزال یو(Zelzal-1) ډوله ځایی توغندی حمله وکړه چې تراوسه یې دمرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی .
دیمن دپوځ دغه توغندوی حملې د سعودی عربستان لخوا دسویډن د موافقې خلاف ورزۍ او په الحدیده کښې اوربند ته د سعودی عرستان د تیریګر ائتلاف ناپاې بندۍ ته په ځواب  کښې ترسره کیږی .
د یمن د پوځ ویاند «یحیی سریع» وویل دسعودی عربستان ائتلاف له تیرې سه شنبې ورځې راهسې تراوسه ۲۲۳ ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړی دی .
سعودی عربستان د امریکا ، د متحده عربی اماراتو، اردن او دڅونورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد بمباریو او حملوته دوام ورکړی او ډیر بې ګناه خلک یې وژلی هم دی 
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79123
captcha