IQNA

قدس شریف د وحشی صهونیسټی رژیم دیرغلیزو څپوښکارشوی

21:49 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481802
نړیواله ډله: محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی ، پر غزې تړانګې تپلی او ظالمانه کلابندۍ د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال او دغه راز پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی برخو ډیرې منفی اغیزې شیندلی دی ، چې باید درست اسلامی امت او نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی . دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس  د  پارلیمانی ډلې مشر  او دسیاسی دفتر یوه مشر محمود الزهار بیګاپه تهران کې د اسلامی پارلیمانونو  دټولنې  له مرستیال منشی  علی اصغر  محمدی سیجانی سره په کتنې کې زیاته کړې ، صهونیسټی دښمن  دقدس   دیهودی کولو  او د  لویدیځی غاړې  له جنوبه د  هغو د شمالی برخو دجلا کولو لپاره  په بیت المقدس کې  دښارګوټو   جوړولو پلانونو ته  دوام ورکوی .
 هغه روښانه کړې     صهونیسټ میشته  ښارګی  هره ورځ   د اسرائیلو دپوځیانو اوپولیسو  په ملاتړونو سره  په بیت المقدس تیری کوی او  دآذان د خپریدو مخه نیسی .
 محمود الزهار همداراز دفلسطین دملت زیارونو او کړاؤنو  او د دصهونیسټ رژیم د دباؤنو په بیانولو سره وئیلی دی ،   پر غزې تړانګې  تپلی او  ظالمانه کلابندۍ   د دغې تړانګې په ژواک چاپیریال  او  دغه راز  پر اقتصادی ،روغتیائی اوتعلیمی  برخو ډیرې منفی  اغیزې شیندلی دی ، چې باید   درست اسلامی امت او  نړیواله ټولنه په دې باب خپل مسئولیّت وپیژنی  او د تیریګرو د جنایتونو مخه ونیسی .   
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79133
captcha