IQNA

په سوریې کښې د اسرائیلو د ناکامیو دوام

11:36 - December 27, 2018
د خبر لمبر: 3481811
نړیواله ډله: دصهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو دلبنان په هوايي حریم تیري سره دسوریې په خاوره توغندي ویشتلي دي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دسوریې رسنیو بیګا په پلازمینې دمشق باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو دبرید او دغه تیری ته د سوریې د پوځ د پریکنده غبرګون خبر ورکړ .د سوریې رسنیو وویل د سوریې دافع هوا د صهیونیسټ رژیم د جنګی الوتکو د ډیرو ویشل شویو توغندیو مخه ونیوله او هغه یې له مینځه یوړل .
د سوریې رسمی خبری اژانس سانا وویل دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو دلبنان په هوایی حریم تیری سره دسوریې په خاوره توغندی ویشتلی دی .
د صهیونیسټ رژیم وروستی حملې ډیر له سوریې د وتلو لپاره د امریکا د فیصلې له کبله د محاسباتو د ګډوډیدا او په عین حال کښې د لالهاندۍ ښودنه کوی .
له دې سره سره چې صهیونیسټ رژیم له تیرو څو ورځو راهسې دلبنان او دسوریې په سرحدونو کښې خپل خوځښتونه زیات کړی دی خو داسې ښکاری دا د ځمکنې حملې لپاره د هڅې او دچمتوکیدا په معنا نه ده بلکې یوازې  په سوریې کښې  روانو بدلونونو ته روانی غبرګون دی .
د اسرائیلو دغه خوځښتونه چې د لبنان دهوایی حریم د خلاف ورزۍ له لارې ترسره شول  د« شمال د ډهال» په نوم عملیاتو کښې چې هیڅ بریا یې نلرله او عملا یې ماتی وخوړله   په خپلې ناکامۍ د برغولی د کیښودلو لپاره د اسرائیلو له خوځښتونو سره بې ارتباطه نه دی .
څه موده وروسته د اسرائیلو لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» له سیاسی بندون د وتلو او د عمومی افکارو د نظر دجلبولو لپاره وویل په شمالی سرحدونو کښې د شمال د ډهال په نوم عملیات د هغه څه لپاره چې  د لبنان دحزب الله د ټونلونو کشفول یي  بولی پیل کړی دی .
خو دصهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر نتانیاهو دغه دوکه ورکولو حتی دصهیونیسټ رژیم په داخل کښې هم کوم  خریدار نه درلود او دهغه مخالفانو د شمال د ډهال په نوم عملیات د نتانیاهو دګټو په لړ کښې یو(۱) پلان شوی اقدام بللی دی په دې ډول چې ځینې کسانو دغو عملیاتو ته د نتانیاهو ډهال نوم ورکړی دی او نیوکه یې هم  ورباندې کړی ده .
په دې ډول د شمال  دډهال په عملیاتو کښې ماتی عملا دصهیونیسټ رژیم د موقعیت لړزانتیا ځان پسې درلودله .
په دا ډول فضا کښې وو چې دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له سوریې دامریکا دعسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ له فیصلې وروسته وویل ممکنه ده چې د اسرائیلو پوځ په  سوریې کښې خپل فعالیتونه زیات کړی .
داسرائیلو د چارواکو دغه ګواښونه په داسې حال کښې دی چې د سوریې له خاورې د امریکا تښتیدل چې دسوریې له جبۍ څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپه فیصلې په بڼه منعکس شول په سیمه کښې دصهیونیسټ رژیم د سیاسی معادلاتو په تابوت د اخری میخ  د وهلو په معنا وو .
د یمن د لوړې انقلابی کمیټۍ مشر «محمد علی الحوثی» ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم او دهغه سیمه ییز هم تړونه هیوادونه باید په سوریې کښې  د مقاومت دچورلیز په مقابل کښې په خپلې ماتی  اعتراف وکړی .
محمد علی الحوثی په خپل «ټویټر» پیغام کښې ولیکل له سوریې دامریکا شاتګ ددغه مسلې دثابتیدا لپاره کافی دلیل دی .
د سوریې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ  ناڅاپه فیصلې دصهیونیسټ رژیم سیاسی ټولنې له یوه(۱) شوک سره مخ کړی دی .
ددغه شوک په چوکاټ کښې وو  چې د سوریې له جبۍ د امریکا د عسکرو د تښتې پراساس د ولسمشر ډونالډ ترمپ د فیصلې له څو ورځې تیریدا وروسته د اسرائیلو کابینې وویل له ټاکلی نیټې مخکې د پارلمان د انتخاباتو د ترسره کولو کوشش کوی .
پر دې اساس د صهیونیسټ رژیم سیاسی دړې وړې کیدل په غزې تړانګې کښې د مقاومت ډلو د شجاعانه عملیاتو نتیجه ، د تیری په بڼه کښې د نیواکګرانو د لاسونو د غوڅولو لپاره د لبنان دحزب الله د پریکنده چمتووالی اعلان ، په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت ډلو لخوا اسرائیلو ته  سخت ګوزار ، له سوریې د امریکا تښتیدل او صهیونیسټ رژیم ته شا کول وو .
دغه مهم او معنا لرونکی بدلون ثابتوی چې مقاومت نه یوازې په میدانی او عملیاتی ډګر بلکې د سیاسی معادلاتو په ډګر کښې هم لومړۍ خبره کوی او ددې جوګه دی چې د مبارزې له ډګر څخه تر سیاسی ډګر پورې د دښمن د ماتی لمن پراخه کړی .
په دا ډول فضا کښې ده چې دسوریې په شمول په سیمه کښې د اسرائیلو ناکامۍ دوام موندلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79214
captcha