IQNA

پاکستان ته د افغانانو ازاد تګ راتګ منعې کړے شو

23:24 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481832
نړیواله ډله: پاکستان ته د افغان ښاريزو ازاد تګ راتګ ممنوع اعلان شو.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د افغانستان نوم د هغو هېوادونو له لېسټه اوېست چې ښاريز يې پاکستان ته له ننوتلو وروسته په هوائي ډګر کښې ويزه اخېستې شي نو ځکه دغه هېواد ته د افغانانو ازادانه تګ راتګ منعې اعلان شوے دے.
د پاکستان د مهاجرت د ادارې مشر د دغې فېصلې وجه د امنيتي حالاتو کنټرولول اعلان کړي دي.
عصمت ا... جونيجو د دې په بيانولو سرچې په پاکستان کښې د افغانانو په لباس کښې د ترهه ګرو تګ راتګ زيات شوے دے وويل، د نړۍ د ۲۴ هېوادونو ښاريز کولې شي په هوائي ډګر کښې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي.
هغه دغه هېواد ته د افغانستان د ښاريزو د سفر په اړه وويل، هغوي پکار دي د پاکستان مختلفو ښارونو ته له ننوتلو وروسته د دغو ښارونو په اړه رپوټ ورکړي او د پوليسو ترټولو نزدې اداره د خبل سفر له تفصيلاتو اګاه کړي.
په اوس حال کښې ۱.۴ ميلين مدرک لرونکي افغانان او لکونو بې مدرکه افغانان په پاکستان کښې ژوند کوي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79439
captcha