IQNA

د یوه امریکایی ځوان د مسلمانیدا جالب داستان

23:26 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481833
نړیواله ډله: لوکاس له دی سره سره چی په عسیاییت یې دومره باور نه درلوده ، د اوړی په یوه کاتولیک ښونځی کی یې درس وایه او هلته یوه بل ملګری سره بلد شو او پوهه شو چی دواړه کاتولیکان ندی ، دغه امریکایی ځوان وایی چی لومړی دا فکر کاوه چی هغه عیسایی دې خو بیا وروسته پوهه شوم چی هغه مسلمان دې
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حضرت امام علی ع فرمایی  د هغه خدای مننه چی اسلام یې نازل کړ او ددهغه تعلیمات یې  د هغو کسانو لپاره چی پکې ورداخلیږی اسان او د دښمنانو په وړاندی یې د هغه ستنې محکمې کړی او اسلام یې د پناه غوښتونکیو لپاره د ارامښت سبب  وګرځوه . (نهج البلاغه خطبه ۱۰۶ )
اسلام راوړونکی هم د اسلام تعلیمات ارام بخښونکی ، اسان او د ډاډ وړ بولی او هغو  ته ګروهنه پیدا کوی . تازه مسلمان شوی امریکایی ځوان لوکاس برونک هم له همدغو کسانو دی چی حقیقت او ارامښت یې د وروستی او بشپړه دین کې ترلاسه کړی دی . خو له اسلام سره د هغه بلدتیا نه د ډله ایزو رسندویو او یا دینی مبلغ له لارې بلکې په اتفاقی ډول او د خپل ښونځی د وخت د یوه ملګری په وسیله وو .
«««««««««««««««««««««
لوکاس له دی سره سره چی په  عسیاییت یې دومره باور نه درلوده ، د اوړی په یوه کاتولیک ښونځی کی یې درس وایه او هلته یوه بل ملګری سره بلد شو او پوهه شو چی دواړه کاتولیکان ندی ، دغه امریکایی ځوان وایی چی لومړی دا فکر کاوه چی هغه عیسایی دې خو بیا وروسته پوهه شوم چی هغه مسلمان دې . هغه وایی چی زه دغه ملګری جذب کړم او زما په ژوند کې د هغه شتون د یوه مشال په شان وو چی تفسیرول یې اسان ندی ، دغه هدایتونکې مشال هیڅکله زما په وجود کې خاموشه نشو ، خو زه پرې وروسته پوهه شوم  .
«««««««««««««««««««««
د دغه امریکایی ځوان د افکارو په بڼه غوره کونې کې بیلا بیلو پیښو رول درلود . په داسې حال کی د امریکا ځینو خلکو د ستمبر له ۱۱ وروسته د ګمراه کونکیو تبلیغاتو تر اغیز لاندې دا فکر کوه چی مسلمانان تاوتریخوالی غوښتونکی دی خو لوکاس له خپل مسلمان ملګری سره مخکنینی بلدتیا ته په پام سره دا ناروا تهمت نه قبلوه . هغه وایی چی دا ترهه ګر اقدامات په هیڅ وجه له اسلام سره ارتباط نلری ځکه چی پوهیدم د انسان وحشی او حیوانی خوی په هر انسان کی رامینځته شی  او دا له میلیت او دین سره هیڅ ارتباط نلری .
لوکاس په داسې دین پسې وو چی عدالت خپله نمونه وګرځوی . له بلې خوا لوکاس دا فکر کاوه چی الهی دینونه ټول یو دین دې او پخپله هم دا وایی چی  په هغو ورځو کې مې دا فکر کاوه چی خداوند متعال ځینې انسانان د خپل رسالت د وړاندی کولو لپاره غوره کړی او فکر می کاړوه چی یهودیت ، عیساییت او اسلام یو دینونه دی  ځکه چی هر یو پکې انسان د واحد خدای عبادت  ته بولی او درست پیغمبران او اسمانی کتابونه  له وحی سرچینه اخلی .
««««««««««««««««««««««««««
هغه څه چی برونک وایی حقیقت ته نږدې دی خو له بده مرغه د عیساییت او یهودیت په شان د اسمانی دینونو د تحریف له امله حاضر دمه دومره سم نه ښکاری . درست الهی دینونه د خدای تعالی له لوری د بشر د هدایت لپاره  نازل شوی دی  او د خدای د عبادت ، په قیامت د باور ، په عدالت ټینګار او له ظلم سره د مبارزې په شان اصول مشترک دی ، خو د بشری تمدن په پرمختګ سره د دغو دینونو جزیاتو او حکمونو هم د خپل وخت د شرایطو او ضرورویاتو په مطابق بدل شوی دی . په نهایت کې اسلام د بشپړه او کامل اسمانی دین په توګه چی تحریف شوی ندې ، نازل شو ، د اسلام اصلی احکام نه بدلیږی خو د هغو په چوکاټ کې د وخت ااو شرایطو په اساس  نوی حکمونه صادریدلې شی . د قران کریم په بیلا بیلو ایتونو کې تیر پیغمبران او دینونه تایید شوی دی خو رووستی او جامع دین اسلام معرفی شوی دی .
««««««««««««««
انسان په خپل ژوند کې بیلګې او لارښونې ته اړتیا لری تر څو له هغې په استفادې سره د ژوند کولو سمه لاره پیدا کړی .  له بده مرغه نن سبا رسندوی او انحرافی مکتبونه د دروغو بیلګې خلکو ته ورمعرفی کوی چی انسانان ګمراهی او فساد ته ورکس وایی ، خو لوکاس په ریښتونی بیلګې او رهبر پسې وو تر څو له هغه پیروی وکړی .
هغه وایی چی لومړی د ګاندی ، چګوارا او سیسرون لیکنې مې لوستلې ، که څه هم دغه کسان په خپل وخت کې لوړ انسانان ووو خو هیڅ یو پکې د بشر لپاره بشپړه بیلګه نه وو ، لوکاس له یوې مودې هلې ځلې وروسته داسې بیلګې پیدا کړی چی معصوم وو .
««««««««««««««««««
جالبه ده چی لوکاس پخپله اعتراف کوی چی لومړی یې ګروهنه درلوده چی مسلمان شی خو تراسوه یې فیصله نه وی کړی . هغه وایی له دې سره سره چی له اسلام او مسلمانانو سره مې هیڅ ډول کینه نه درلوده  خو اسلام په اړه مو ژوره مطالعه نه وه کړی . هغه خپله مطالعه د اسلام په اړه د کتاب په لوستلو سره پیل کړه تر څو ډاډمن شی هغه  څه چی زړه او فطرت یې وایی سم دی که نه . هغه په خپلې مطالعې کې د امام حسین ع له شخصیت او د هغه حضرت له عظیم غورځنګ سره بلد شو  او سخت تر اغیز لاندې ورغې ، همداراز د حضرت  امام علی ع فضایلو  ، اخلاقی صفتونو ، علم او بلاغت هغه سخت لیواله او میین کړ .
«««««««««««««««««««««««
په هرحال لوکاس برونک دخپلو تحقیقاتو وروستی پړاو د اسلام له یوه عالم سره  په بلدتیا سره بشپړ کړ  او د اسلام او اهل بیتو اطهارو په اړه یې خپلې پوښتنې او شبهې له هغه وپوښتلې او بالاخره په خپل ټول وجود سره یې په رسمی توګه  اسلام برترین دین انتخاب کړ . هغه له مسلمانیدا وروسته خپل احساس داسې بیانوی ، احساس کوم چی بالاخره سمه لاره مو ومونده او په هغو کارونو کې چی پر ما واجب شوی دی ، هیڅ سختی نه احساسوم ، د خدای په فضل زما کورنۍ هم زما د مسلمانیدا له فیصلې سره مخالفت ندې کړی او په بشپړه توګه موافق دی .
برونک له یوې مودې ووروسته  یوه خپل ستر ارمان یعنی د حضرت امام علی ع د سپیڅلی حرم زیات ته ورسید . هغه د خپل احساس په اړه وایی کله چی دانسانیت او عدالت د امیر حضرت امام علی علیه سلام په سپیڅلی مرقد کې ودریدم نو خوشحالی مې د بیانولو نه وه . کله چی د حرم دروازې ته ورسیدم نو پښو مې نور د تلو طاقت نه درلود ، زړه مې په تیزۍ سره حرکت کاوه او بدن مې لړزیده ، خو کله می چی د داخلیدا دعا ولوسته نو لږ ارامه شوم او نور زایرین مې ولیدل چی په بشپړه ارامښت کې د انسانیت د امام او سرچینې په حضور کې حاضریږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i79382

captcha