IQNA

دیمن د ماشومانو د وژلو دنوی څپې په باب دیونیسف خبرداری

21:58 - February 01, 2019
د خبر لمبر: 3481909
نړیواله ډله: د سویډ د سولې دموافقې په اساس چې دتیر دسمبر په شپږمه نیټه دیمن والو لورو ترمینځ شوی ، ټاکل شوې وه ، د تیر دسمبر له اتلسمې نیټې په الحدیده ښار کې اوور بند ټینګا شی ، خو دسعودی تیریګر ائیتلاف او دهغوی تالی څټی هره ورځ د اوور بند خلاف ورزی کوی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  دملګروملتو  دماشومانو بسپنې یونیسف   په چارشنبې  ورځې  وئیلی دی ، دیمن  کابو شپږزره اوه سوه  ماشومان  په دغه  بې وځله  عربی هیواد دسعودی  ائیتلاف  دتیریو  له هماغه پیلیدا تر دې دمه  وژل شوی اویا ټپیان شوی دی . یونیسف ادارې  په یمن  دعربستان  د یرغلونو  په تیره بیا دهغو  حملو د  ختمیدا په ضرورت  ټینګار کړی ،  چې   ماشومان پکې  په نښه کیږی .
 داپه داسې  حال کې دی چې  څوارلسو نړیوالو موسسو او اورګانونو هم  په لندن کې  په یوې غونډې کې د یمن  دانسانی  غمیزې   درامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .  په دې باب  د سرۀ صلیب  دنړیوالې کمیټې  دانسان دوستۍ دسیاستونو  مسئ،ل کمبرلی براؤن  هغو یمن والو ته  دلازیات پام غوښتنه کړې ، چې  په نړۍ کې  له تر ټولو بوږنونکی  انسانی ناؤرین سره  مخامخ دی . هغه زیاته کړې ،۸۵زره  ماشومانو  د یمن د جنګ   او دهغه د پایلو  په  علت  ژوند له لاسه ورکړی دی  او  په دغه هیواد کې  د ناوړه  تغذئې او خواړو    اغیزې نوره هم لازیاتیږی .  د ملګروملتو د ۲۰۱۸کال  دراپور په اساس ،   یمن  په نړۍ کې  له تر ټولو بوږنونکی انسانی بحران سره  لاس اوګریوان دی.
د سویډ د  سولې  دموافقې په اساس  چې  دتیر دسمبر په  شپږمه نیټه  دیمن والو لورو ترمینځ   شوی ،  ټاکل شوې وه ،  د تیر دسمبر له اتلسمې نیټې  په الحدیده ښار کې اوور بند ټینګا شی ، خو دسعودی تیریګر ائیتلاف او دهغوی تالی څټی  هره ورځ  د  اوور بند خلاف ورزی کوی .د سټاکهم  د موافقې  پر اجرائی کیدا  له نړیوالو ټینګارونو سره سره  په یمن کې د سعودی تیریګر ائیتلاف  جنایتونو  هماغه راز دوام مووندلی دی .  د یمن دماشومانو پشمول  د  ولس په ضد  سعودی ائیتلاف  تاؤتریخجن  اقدامات  د انسانیّت په ضد د جنایت  او دنسل وژنې    څرګند مصداق دی .
بې له شکه   په یمن کې  دسعودی ائیتلاف  دوامدار جنایتونه ، دملګروملتو  دکمزورتیا او دامریکا  دبشپړ ملاتړونو  په نتیجې کې دی .  دملګروملتو انفعالی  چلند  لامل شوی دی ،څو  عربستان    له کومې اندیښنې او ځواب وئینې  پرته  د یمن د ماشومانو په ضد  خپلو  جنایتونو ته دوام ورکړی .
 دملګروملتو   دنفعالی  سیاست په دلیل ده چې  د دغې موسسې اورګانونه  چې  دماشومانو  دحقوقو په زمینې کې فعالیتونه ترسره کوی ،  یکله   دملګروملتو دماشومانو دحقوقو کمیټې ، دماشومانو بسپنه یا یونیسف، تر دې دمه نه دی توانیدلی   دیمن دماشومانو په ضد د  د آل سعود رژیم له  جنایتونوڅخه  ددغه تیریګر رژیم  دغړولولپاره کومه لاره چاره غوره کړی  او یوازې  دیمن د مظلوم ملت په ضد د  عربستان د جنایتونو  په باب داحصایو  په وړاندې کولو بسنه کوی . نړیوالو قوانینو ته له پام پرته او د په یمن کې  دمیلیونونو انسانانو  دمرګ  د خطرې په باب  دبشری حقوقو  دنړیوالو اورګانونو  او موسسو  له خبرداری سره سره ،  په یمن  په تیره بیا په الحدیده سټراټژیک  بندر   دعربستان تیری  هماغه راز دوام لری . سعودی ائیتلاف چې په وروستیو  میاشتو کې نه دی توانیدلی  په میدانی جګړو کې  کوم بریالیتوب ترلاسه کړی ،دیمن  دخلکو او غیر پوځی  موخو  باندې  حملې ئې  پخپلې ایجنډا کې  راوستی  دی  او په دغې لارې کې  کې دامریکا ،متحده عربی ا ماراتو صهونیستی رژیم او ځینو نورو هیوادونو  له بشپړ ملاتړه برخمن  دی .
 په دغو شرائطو کې  داسې ښکاری   دنړۍ عمومی افکار   په  یمن کې  د جنګ جګړو اوعامو وژلو  دختمولو لپاره  د نړیوالې ټولنې  دعملی  اقداماتو په تمه دی .  په یمن کې د انسانی بوږنونکی غمیزې  پای ته رسول ،  د نننۍ نړۍ  یو  تاریخی مسئولیّت   دی ، چې باید  په دې باب جدی اوسملاسی ګامونه پورته کړی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80037
captcha