IQNA

په بحرین کښې د فاطمیه دبیرغونو په ورانولو کښې د ال خلیفه رژیم اقدام

23:40 - February 09, 2019
د خبر لمبر: 3481939
نړیواله ډله: د بحرین د ال خلیفه رژیم ګوډاګیانو د حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په شپې په هیواد کښې د فاطمیه د بیرغونو او بیلګو د شلولو او د له مینځه وړلو اقدام وکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ال خلیفه رژیم په پلان شوی ډول په بحرین کښې د شیعه مسلمانانو له اعتقاداتو سره مبارزه کوی او هر کال په محرم میاشت او نورو مناسبتونو کښې د شیعه مسلمانانو د عزادارۍ بیرغونه او بیلګې له مینځه وړی .
د ال خلیفه رژیم دغه اقدامات په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې  د بحرین په بیلابیلو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو د اتودیرشو(۳۸) جوماتونو  او د یو شمیر امامباړو له ورانولو راهسې پیل شوی دی .
بحرین د ۲۰۱۱ میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې له ۱۱ نیټې راهسې د ال خلیفه رژیم پرضد د ولسی انقلاب کتونکی دی .
د بحرین دحکومت مخالفان په هیواد کښې  د ازادۍ  او دعدالت دټینګیدا او دمنتخب حکومت واک ته درسیدا غوښتنه کوی .
له اسلامی بیلګو او چارو سره په چلند کښې د بحرین د ال خلیفه رژیم کړچار د هیواد دخلکو د دینی او مذهبی ازادیو په له مینځه وړلو کښې ددغه رژیم لیونتوب په ګوته کوی او دغه موضوع په بحرین کښې د انسانی حقوقو د زیاتې  خلاف ورزۍ بیانونکی ده .
د بحرین د شیعه مسلمانانو پرضد چې د هیواد اکثره نفوس جوړوی په تیرو کلونو کښې محدودیتونه زیات شوی دی .
د محرم د میاشتې ، د عاشورا د ورځې او دنورو مذهبی مناسبتونو په خاطر د مذهبی مراسمو د ترسره کولو په  دلیل د بحرین په خلکو د ال خلیفه رژیم د پوځیانو حملې په هیواد کښې د بشری حقوقو د ښکاره خلاف ورزۍ نښه ده .
د بحرین ال خلیفه رژیم یو(۱) ظالم رژیم دی چې دهیواد د  خلکو د ټولو حقوقو خلاف ورزۍ یې کړی ده .
دا ډول حالت دبحرین خلک له غیر ډیموکراټیک رژیم سره د ډیرې مقابلې او د ولسواکۍ د ټینګولو لپاره د شرایطو د برابرولو لپاره  لا  پسې هوډمن کړی دی .
په بحرین کښې د جوماتونو د ړنګولو سیاست په داسې حال کښې دی چې ددغه هیواد سیاسی فعالانو او مذهبی مشرانو هم ټینګار کړی دی د واکمن ال خلیفه رژیم اسلامی ضد او دخلکو د حقوقو پرضد اقدامات د  خلکو  انقلابی هدفونو ته د رسیدا لپاره د ولسی خوځښتونو خنډ نشی کیدلای .
د ال  خلیفه رژیم کړچارونه ددې ښودنه کوی چې دغه رژیم نه یوازې د بحرین دخلکو سیاسی ازادیانې ضایع کړی دی بلکې د هیواد خلک یې د خپلو دینی او مذهبی فعالیتونو د ترسره کولو  د ازادۍ په هکله له خپل بل اساسی حق څخه هم بې برخې کړی دی .
د بحرین ال خلیفه رژیم باوری دی چې په هیواد کښې د حکومت پرضد د اعتراضونو د دوام اصلی عامل د مذهبی علماو او د روحانیونو مهم رول دی .
له دې کبله د بحرین له مذهبی علماو او روحانیونو سره پرله پسې مقابله د ال خلیفه رژیم د کورنیو سیاستونو لومړیتوب ګرځیدلی دی چې دغه موضوع د ال خلیفه رژیم ولسی او دینی ضد ماهیت لا پسې ښکاره کړی دی .
له خپلو دینی او سیاسی حقوقو د بحرین دخلکو د بې برخې کولو او دین ضد سیاستونو په دوام د ال خلیفه د ظالم رژیم ټینګار په داسې حال کښې دی چې له دې وړاندې دا ډول سیاستونه د مصر ، دتیونس او  د لیبیا په شمول دسیمې د دیکتاتورانو لخوا تعقیب شول خو نتیجه یې ددغو دیکتاتورانو  له نسکوریدا پرته بل څه نه وه .
captcha