IQNA

د ايران په خلقو د ټرمپ قهر

23:22 - February 12, 2019
د خبر لمبر: 3481950
نړیواله ډله: په دې لړ کښې ټرمپ په ټوئيټر کښې په فارسۍ او انګرېزۍ ژبو د پېغامونو په خپرولو سره په دغه لاريون کښې د ايران د خلقو په پراخه ګډون د خپل قهر ښودنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ که هغه د خپلو انتخاباتي مبارزو په دوران کښې ؤ او که د 2017 کال په جنورۍ کښې سپينې ماڼۍ ته د هغه له ننوتلو وروسته ؤ د ايران په خلاف په سختو لفظي حملو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د نظام د کمزوري کولو او راپرزولو پاليسي غوره کړې ده.
ټرمپ له برجامه د امريکې د وتلو او د ايران په خلاف د اېټمي بائيکاټونو د بيالګولو په اعلان سره په ايران کښې د پراخه فقر او نااراميو د رامنځته کولو په هدف سره اقتصادي جنګ ته رادانګلي دي. خو په سيمه ايزه برخه کښې د ټرمپ د  حکومت د  2017 کال د ملي امنيت د سټراټيجک سند په چوکاټ کښې د ايران د پېزواني کولو او د مينځني ختيځ په سطح کښې د هغه د سياستونو او اقداماتو د بدلولو په هدف سره د سيمه ايزو ائتلافونو د جوړولو لپاره يو لړ پراخې هلې ځلې کړي دي.
خو د ټرمپ حکومت اسلامي جمهوريت ته د ماتې ورکولو لپاره له سترې ناکامۍ سره مخامخ شوے دے. په تېره بيا پرون د فرورۍ په يولسمه نېټه د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په مناسبت په لاريون کښې د ايران د خلقو پراخ او بې مخينې شرکت د ټرمپ څرګنده مايوسي له ځان سره ولرله.
په دې لړ کښې ټرمپ په ټوئيټر کښې په فارسۍ او انګرېزۍ ژبو د پېغامونو په خپرولو سره په دغه لاريون کښې د ايران د خلقو په پراخه ګډون د خپل قهر ښودنه وکړه.
ټرمپ بېګا په دغو خندونکو پېغامونو کښې يو ځل بيا ايران له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ او ادعا يې وکړه چې «ايرانيان مودې وشوې چې په رنځ کښې ژوند کوي او د غوره راتلونکي وړتيا لري.»
ټرمپ په داسې حال کښې د ايران د ملت لپاره د زړۀ سواندۍ ادعا کړې ده چې د ايران په خلاف د تاريخ په اوږدو کښې يې د ډېرو سختو او پراخو بنديزونو په لګولو سره په دې لټه کښې دےچې په خپل ګمان د ايران اسلامي جمهوريت په ګونډو کړي.
خو د ايران خلقو په روستيو څلوېښتو کلونو کښې ثابته کړې ده چې هيڅکله د امريکې د تبليغاتو او دباونو ترتاثير لاندې له اسلامي جمهوري نظام څخه مخ اړولو، د خپلواکۍ له لاسه ورکولو او د واشنګټن د زور ويونکو غوښتنوپېروۍ کولو ته حاضر نه دي.د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن هم چې د ايران له ملت سره يې خپله سخته دښمني هيڅکله نه ده پټه کړې د خپل ارباب په شان يو لړ څرګندونې کړې دي.
بولټن پرون له دې وروسته چې په ميلينونو ايرانيانو د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د څلوېښتمې کليزې په لاريون کښې ګډون وکړ په خپل يو ټوئيټ کښې د خپلو ايران مخالفو ادعاګانو په تکرارولو سره وليکل: «له څلوېښتو کلونو وروسته هم د ايران اسلامي جمهوريت د خپلو ښاريزو د حقوقو د ساتنې او دفاع کولو لپاره په خپلو وعدو باندې په عمل کښې ناکامه پاتے دے.»
امريکه خيال کوي چې د ايران په خلاف په بې مخينې اقتصادي دباو او تبليغاتي جنګ سره به يې د خپلو غوښتنو په وړاندې تسلميدو ته مجبور کړي. په دې لړ کښې د ټرمپ حکومت د بنديزونو د وسيلې په استعمالولو سره کوشش کوي چې د ايران د خلقو د ژوند حالات لا زيات سخت او زورونکي کړي چې دا ډول په خپل اند په ايران کښې د بې ثباتۍ او نارامۍ زمينه برابره کړي.
د امريکې دغه سياست په دقيقه توګه د ايران په کورنيو چارو کښې د مداخلت په معنا دے چې د نړيوالو حقوقو له نظره په کامله توګه يو غېر قانوني اقدام دے او د نړيوالو قواعدو او د ملګرو ملتو د منشور په خلاف چاره ده.
په عين حال کښې د ايران په خلاف د ټرمپ پاليسي د دې مسئلې تائيدونکې ده چې هغه ايرانيان په واقعي توګه نه پېژني. د تېرو څلوېښتو کلونو تجربه ښودنه کوي چې د ايران په خلاف بهرنے دباو چې هر څومره زياتيږي کورنے وحدت او يووالے زيات شوے دے.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې وليکل،د څلوېښتو کلونو له غلطو آپشنونو وروسته د دې وخت رارسېدلے دے چې ډونالډ ټرمپ د امريکې په ماتې خوړونکو سياستونو کښې بيا کتنه وکړي.
د ټرمپ د ادعاګانو باوجود چې يې کوشش کړے دے ايران ګوښې ته کړي او تر دباو لاندې يې راولي، نړۍ اوس د ايران په وړاندې د ټرمپ د حکومت له راپرزونکې پالېسۍ څخه چې د ايران په مقابل کښې د واشنګټن د زيات غوښتونکو او مداخلت لټونکو غوښتنو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې په وجه د ايران له اسلامي جمهوريت څخه  د امريکې د کينه ورۍ په وجه ده په ښه توګه خبر ده. د امريکې راپرزونکے سياست يوازې د ايرانيانو د ملي يووالي د لا زياتېدو او د هغوي د استکبار دښمنه روحيې د پراخېدو سبب شوےدے.
captcha