IQNA

پاکستان باید دسیستان او بلوچستان دترهه ګرې پیښې ځواب ووائی

23:49 - February 17, 2019
د خبر لمبر: 3481962
نړیواله ډله: ډاکټر علی لاریجانی په نننۍپارلیمانی غونډې کې وئیلی دی دغه شان چلندونه دایران او پاکستان دملګرتیا سویه ترینګلی کوی او په دغه وخت کې باید اسلام اباد حکومت غیرمسئولانه عمل ونه کړی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  نن د پارلیمان  په څرګندې غونډې کې  په ډاګه وئیلی دی،دپاکستان حکومت په دې دلیل  چې  دجیش الظلم  ترهه ګرې ډلګۍ له دغه هیواده دایران په جنوب ختیځ کې  په سیستان اوبلوچستان  حمله پلان او اجرا کړې ده،باید  ځواب ووائی .
ډاکټر علی لاریجانی  په نننۍپارلیمانی غونډې کې وئیلی دی دغه شان چلندونه  دایران او پاکستان   دملګرتیا سویه ترینګلی کوی او  په دغه وخت کې  باید اسلام اباد حکومت غیرمسئولانه  عمل ونه کړی .
 دایران داسلامی شورا مشر  همداراز  په وارسا کې ایرانی ضدغونډې ته په اشارې  سره  ووئیل،د وارسا غونډې په ترسره کولو کې دامریکا او صهونیسټی رژیم  بیړناک  اقدام ، دهغوی د خالی لاسونو نښه  ده .
د فرورۍ په دیارلسمه نیټه  دایران دسیستان اوبلوچستان ولایت  په زاهدان  خاش لارې کې  دایران  پوله ساتونکو پر بس تکفیری ترهه ګرو ځان مرګی  حمله کړې  چې له امله  ئې  اوه ویشت کسان شهیدان او دیارلس نور ټپیان شوی وو.ددغې  ترهه ګرې پیښې  پړه هم  دجیش الظلم په نامې تکفیری ترهه ګرې ډلګۍ په غاړه  اخستې  ده .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i80375
captcha