زمونږخبریال راپور راکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب سید محمد حسن ابوترابی فر نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې ټینګار کړی،دا د ایران لپاره دمنلو وړنه ده چې دیوه اسلامی ګاونډی هیواد ټاټوبی دترهه ګرو تالی څټولپاره په یوه مرکز بدل شی .
هغه په دې خبرې په ټینګارسره چېغوره نه ده،پاکستان دخپلوګاونډیانو لپاره ترینګلتیاوې رامینځةکړی،وویل؛پاکستان بایددخپل دغه اقدام لګښت ورکړی .
ابوترابی فر روښانه کړې،دیوه مسلمان ګاونډی په توګه له پاکستانه تمه کیږی،خپل تیرچلند اصلاح کړی او د ورورولۍ داصولو ددوام لپاره لاره هواره کړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی انقلاب خپلو آئیډیاؤ ته د څلویښت کلنۍ پابندۍ لپاره استثنائی دی،ووئیل،ایران په تیرو څلورو لسیزو کې داسلام او اسلامی انقلاب په اساس مقاومت کړی او خپلې دغې بریالۍ لارې ته هماغه راز دوام ورکوی .