حضرت فاطمه الزهرا س له هجرت مخکې په اتم(۸) کال کښې د جمادی الثانی د میاشتې په ۲۰ نیټه وزیږیدله .
دغه ستره میرمن له ماشتوب څخه د« وحی» په کور کښې د خپل پلار حضرت محمد ص په لارښونو سره د کمال د علم او دفضلیت ترټولو لوړو درجو ته ورسیدله .
د اسلام دستر پیغمبر حضرت محمد ص ګرانې لور دغه راز دنړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړی(۱) امام حضرت علی علیه السلام په پاک کور کښې په ترټولو ښه ډول د میرمنې او مور دندې ترسره کړې او د امام حسن علیه السلام ، د امام حسین علیه السلام او حضرت زینب سلام الله علیها په شان ستر انسانان یې په خپلې غیږې کښې وروزل .
دایران په بیلابیلو سیمو کښې بیګا د حضرت فاطمه الزهرا س د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د جشن مراسم وشول او خلکو شیرینې وویشلې .
د ایران د راډیو او د ټیلی ویژن اداره صداوسیما (IRIB) د حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته د زړه له کومې مبارکی وایی .