IQNA

د پاکستان پارلېماني استازيو د اسلامي تعاون تنظيم د غونډې د بائيکاټ غوښتنه وکړه

16:10 - February 27, 2019
د خبر لمبر: 3481978
نړیواله ډله: د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازيو د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې په اماراتو کښې د اسلامي تعاون تنظيم د غړيو هېوادونو د خارجه وزيرانو په راتلونکي غونډه کښې دې شرکت ونه کړي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د قومي اسمبلۍ يو شمېر استازيو په پرونۍ څرګنده غونډه کښې د دغه هېواد د هوائي حريم په خلاف ورزۍ کښې د هند د اقدام په غندلو سره  د ابوظبۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره د هند خارجه وزيرې سوشما سواراج ته په بلنه ورکولو کښې د اماراتو په اقدام احتجاج وکړ او تاکيد يې وکړ چې پکار دي اسلام آباد دغه غونډه بائيکاټ کړي.

به گزارش ایرنا،برخی نمایندگان مجلس ملی پاکستان در نشست علنی روز سه شنبه مجلس با محکوم کردن اقدام هند در نقض حریم هوایی پاکستان، به اقدام امارات در دعوت از «سوشما سواراج» وزیر خارجه هند برای شرکت در نشست ابوظبی اعتراض و تاکید کردند، اسلام آباد باید این نشست را تحریم کند.

د پاکستان د دفاع مخکيني وزير هم د قومي اسمبلۍ په غونډه کښې ويل، د اسلامي تعاون تنظيم د اسلامي عقائدو او اصولو په بنياد جوړ شوےدے په داسې حال کښې چې د مسلمانانو په وړاندې د هند پاليسي د قبول وړ نه ده او د کشمير مسلمانان د هند له يرغل سره مخامخ دي.

له بلې خوا د پاکستاني رسنيو د رپوټ له مخې د دغه هېواد خارجه وزير شاه محمود قريشي اعلان وکړ چې د اسلامي تعاون تنظيم په غونډه کښې چې په اماراتو د مارچ په وړومبۍ او دويمه نېټه کيږي شرکت ونه کړي. هغه زياته کړه چې هغه به په هيڅ هغې غونډه کښې شرکت ونه کړي چې پکښې د هند خارجه وزير سوشما سواراج موجوده وي.

 

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i80607

captcha