IQNA

د یو فلسطیني ځوان په عملیاتو کښې اته صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شول

23:15 - March 17, 2019
د خبر لمبر: 3482031
نړیواله ډله: د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په یولړ مقاومتي عملیاتو کښې دوه صهیونیسټ پوځیان هلاک شوي او شپږ زخمي شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تسنیم خبري آژانس د فلسطین الیوم له قوله لیکلي دي: یو فلسطیني مبارز ځوان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې په راغونډو شویو صهیونیسټانو باندې حمله وکړه چې په کښې دوه صهیونیسټ پوځیان وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي دي.
له بلې خوا د صهیونیسټي رژيم پوځیانو نن سهار په نیواکي قدس کښې لس فلسطینیان ونیول چې په قدس کښې د فتح غورځنګ عمومي منشي شادي مطور هم په کښې شامل دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80965
captcha