IQNA

د بوسنیا مسلمانانو قرآن کریم حفظ درېمه دوره پيل شوه

12:21 - March 28, 2019
د خبر لمبر: 3482056
نړیواله ډله: د بوسنیا هرزګوینا مسلمانانو د قرآن کریم حفظ مقابلو درېمه دوره په سارایوو، د دغه هیواد پلازمینه کښې پیل پيل شوه.
د ایکنا راپوره له مخې، د الخلیج خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی چارو وزارت، د په سارایوو کښې د تبلیغ او ارشاد په ملک فهد کلتوري مرکز کښې د بوسنیا هرزګوینا اسلامی مرکز همکارۍ سره د قرآن کریم حفظ مقابلو درېمه دوره پيل شوه.
دا مقابلې د قرآن کریم ۳۰ سپارې حفظ کښې په ځانګړې توګه د قرآن کریم حفظ موسسو او قرآنی درس ورکوونکې حلقې چې د اسلامی مرکز سره تړون لرې ترمنځه چې د بوسنیا هرزګوینا په ټولو ولایتونو کښې شتون لرې پيل شوې.
محمد بن حسن آل شیخ، د ملک فهد کلتوری مرکز مشر د مقابلو د دې دورې په اړه وویل: دا مقابلې د عربستان اسلامی چارو وزارت په همت سره او د مسلمانانو ځوانان د الله د کتاب قرائت ته تشویق کولو او د دینی مسئلو یادولو هدف سره پيل شوې.
په مقابلو کښې ګډون کوونکو ته په اخیره کښې جایزې ورکړلې شوې.
http://iqna.ir/fa/news/3799881
captcha