درجب دمیاشتې ۲۵نیټه د امامت د آسمان داوه م ځلانده ستوری حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابره ده چې په دې مناسبت په درستې نړۍ په تیره بیا په درست اسلامی ایران کې دغم او ویر دستورې جویږی او خلک په زیارتونو او امامباړو کې د آیمه معصومینو علیهم السلام له سیرته د ځان خبرولو لپاره د ویر دستورې جوړوی .
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام دخپل پلار حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته تر پنځه دیرشو کلونوپورې د مسلمانانو دهدایت او امامت مسئولیّت په غاړه درلود چې په دغه پړاؤ کې ئې زیاتره وخت په زندان او جلاوطنۍ کې تیر کړی دی . دغه شرائط ښئ چې د هغه بزرګوار په پړاؤ کې هم داهل بیت علیهم السلام او دهغوی دمینه والو په نسبت دعباسی واکمنانو سختیانې او ظلمونه څومره سخت اوډیر وو .
دتهران ریډیو او انټرنیټی پاڼې درست کارکونکی په دې مناسبت دزړه له کومې درستو مینه والو ته تسلیّت وائی . http://parstoday.com/ps/news/world-i81261