هغه وویل له صهیونیسټ دښمن سره د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو عادی کول داسلامی امت لپاره له غمیزې ډکې پایلې رامینځته کوی .
شیخ عیسی قاسم زیاته کړه د صهیونیسټانو له میلمستیا څخه د بحرین د ال خلیفه رژیم هرکلی د بحرین دخلکو له سپیڅلیو ایډیالونو څخه د شاته تلو لپاره د ال خلیفه رژیم په ډاګه داعلان په معنا دی .
د بحرین په کوربه توب د کار د رامینځته کولو نړیوال کانفرنس به د اپریل د میاشتې له پینځلسمې (۱۵) تر اتلسمې (۱۸) نیټې پورې د پینځه څلویښتو (۴۵)صهیونیسټی شخصیتونو چې په سر کښې یې د اسرائیلو د اقتصاد وزیر ایلی کوهین (Eli Cohen) دی د اقتصادی چارو دیوشمیر کارپیژاندو په ګډون سره په پلازمینې منامې (Manama) ترسره شی .
کویت د بحرین په کانفرنس کښې د صهیونیسټی پلاوی ګډون ته په غبرګون کښې ددغه غونډې بایکاټ وکړ.
له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د بحرین او دسعودی عربستان په شمول د ځینو نوروعربو هیوادونو هڅې په داسې حال کښې دی چې دغه رژیم کلونه کلونه کیږی د فلسطین دخلکو په ځپلو سربیره ډیرې اسلامی او عربی ځمکې نیولی دی . http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i81330