IQNA

بګرام پوځي اډې ته څېرمه ځانمرګی برید کې دری امریکایی سرتیرو په ګډون یو بل امریکایی وګړی وژل شوی

23:43 - April 09, 2019
د خبر لمبر: 3482079
نړیواله ډله: په افغانستان کې، د غوڅ ملاتړ ماموریت، له لوري د باګرام پوځي اډې ته څېرمه د شوې پروني ځانمرګي برید جزئیاتو خپاره شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اعلامېی له قوله  د باګرام  دغې پوځي اډې ته څېرمه په پروني ځانمرګي برید کې د ۳ امریکایي سرتیرو په ګډون یو بل امریکایي وګړی وژل  شوی دی.
په ورته وخت کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیز د اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د امریکایا نو پر وړاندې پرونی برید یو بد او ترهګریز عمل و.
ښاغلي پامپیو پر خپله تویټر پاڼه زیاته کړې چې، دغسې بزدلانه حملې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نشي کمزوري کولای.
په ورته وخت کې طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلی یې دي چې په دغو برید کې یې ۱۰ امریکایي عسکر وژلي او ۲ ټانکونه یې لمنځه وړل شوي دي.
https://www.avapress.com/ps/news/182959
captcha