IQNA

په سوريې کښې د معظم رهبر استازے: امريکه د نړۍ ترټولو لوے ترهه ګر هېواد دے

21:27 - April 13, 2019
د خبر لمبر: 3482091
نړیواله ډله: په سوريې کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي وويل، د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د امريکې جنايتونه دا ثابتوي چې دغه هېواد په نړۍ کښې ترټولوستر ترهه ګر هېواد دے.
د ایکنا راپور له مخې، د پرس نیوز نه په نقل، د ايرنا د رپوټ له مخې آيت الله ابوالفضل طباطبائي اشکذري د دمش د جُمع د نمانځه په خطبوکښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو په خلاف د امريکې د اقدام په غندلو سره وويل: د پاسدارانو د لښکر په خلاف چې د يو هېواد يوه سرکاري اداره او فوځي ځواک دے د امريکې اقدام د نړيوالوقوانينو په خلاف اقدام دے.
آيت الله طباطبائي همدارنګ د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران څخه د امريکې د قهر دليل ته په اشارې سره وويل، دغه ولسي ځواک په سيمه کښې د امريکې لاسپوسو ترهه ګرو ته په ماتې ورکولو سره د اېشيا په لويديځ سيمه کښې د واشنګټن د سياستونو د نه عملي کېدو سبب شو. هغه زياته کړه، امريکايان فکر کوي چې په دې فېصلو سره به نوې کاميابۍ ترلاسه کړي خو د تېرو څلوېښتو کلونوپه شان خپلوهدفونوته په رسېدو کښې ناکامه پاتې شي.
د امريکې حکومت د روان اپرېل په اتمه نېټه د ايران په خلاف د اقداماتو او په هغو ځواکونو د دباو د سياست په دوام کښې چې له ترهه ګرو ډلوسره د مبارزې له لارې يې واشنګټن په سيمه کښې د خپلو اهدافو په پوره کولو کښې ناکامه کړ د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر دخپل تش په نامه ترهه ګرو ډلوپه لېسټ کښې راوست.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت عالي شورا هم د امريکې د دغه اقدام په ردعمل کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د دغه هېواد فوځي ځواکونه او ورسره وابسته ټول ځواکونه ترهه ګره ډله معرفي کړه.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i81488
captcha