IQNA

داعش په رياض د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته

11:27 - April 23, 2019
د خبر لمبر: 3482112
نړیواله ډله: داعش ترهه ګرې ډلې د سعودي په پائتخت رياض کښې په يو امنيتي مرکز د حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، له داعش سره د پېېلي اعماق خبري آژانس په نقل سره روئيټر خبري اژانس وويل، د داعش ترهه ګرې ډلې څلور غړيو دغه عمليات د سعودي په پائتخت رياض کښې ترسره کړل.
سعودي رسنيو پرون اعلان وکړ، څلور وسله والو د رياض په شمال کښې په الزلفي  سيمه کښې په يو امنيتي مرکز حمله وکړه.
د سعودي د سرکاري خبري آژانس واس د رپوټ له مخې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو څلور واړه حمله کونکي ووژل،همدارنګ درې سعودي امنيتي ځواکونه هم له ترهه ګرو سره په نښته کښې زخمي شول.
 http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i81669
captcha