IQNA

د ترکیې خلکو په عربستان کښې وروستي اعدامونه وغندل

23:39 - April 29, 2019
د خبر لمبر: 3482128
نړیواله ډله: د ترکیې خلکو پرون مازیګر په استنبول کښې په راغونډیو سره د سعودي رژیم د جنایتونو د غندنې په لړ کښې شعارونه ورکړل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د ترکیې خلکو د استنبول په لونت سیمه کښې په راغونډیدو سره په عربستان کښې په یو وخت د ۳۷ کسانو د سرونو وهلو په لړ کښې د سعودي رژیم وروستي وحشیانه اقدام وغنده.د ترکیې خلکو پرون مازیګر په دغه راغونډیدنه کښې د سعودي رژیم د جنایتونو د غندنې په لړ کښې شعارونه ورکړل.
ورته مهال په انقره کښې هم د عربستان د سفارت مخې ته دغه شان تجمع کیدونکې وه خو د ترکیې پولیسو یې د خلکو په تیت پرک کولو سره مخه ونیوله.
د ویلو ده چې د عربستان د کورنیو چارو وزارت تیره سه شنبه په هیواد کښې د ترهګرو عملیاتو د کوشش په چټي تور د دغه هیواد ۳۷ ښاریز اعدام کړل چې ۳۳ تنه په کښې د عربستان شیعه مسلمانان وو.
http://parstoday.com/ps/news/world-i81811
captcha