IQNA

ولسمشر: باید ۶۰ مېلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانگونه وشي

11:42 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482136
نړیواله ډله: ولسمشر اشرف غني وایي، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ باید ۶۰ مېلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانګونه وشي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ولسمشر اشرف غني وایي، د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ باید ۶۰ مېلیون ډالر په ولایتي پوهنتونونو پانګونه وشي. هغه چې نن ماښام د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره خبرې کولې وویل، په ولایتونو کې لا زیات کار او تحرک ته اړتیا ده. اشرف غني د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي او د اوبو په مدیریت ټینګار وکړ او وې ویل، درې سوه واړه جوړېدونکي بندونه باید د هیواد په ولسوالیو په متوازن ډول ووېشل شي او همدارنګه لس منځني بندونه دې هغو ولایتونو ته چې تر اوسه ورته پاملرنه نه‌ده شوې ځانگړي شي. د ارگ خبرپاڼه د ولسمشر په حواله زیاتوي، له کابینې څخه هم د والایانو رول مهم دی، ځکه وزیران کابل محوره او والیان افغانستان محوره او مخامخ له ولسونو او خلکو سره په تماس کې دي. هغه زیاته کړه، د همکارۍ او همغږۍ په موخه باید والیان په ترتیب د کابینې غونډو کې گډون وکړي.
captcha