IQNA

د پاکستان د ښوونې او روزنې وزارت به د دیني مدرسو کنټرول په لاس کښې واخلي

0:13 - May 08, 2019
د خبر لمبر: 3482148
نړیواله ډله: د پاکستان د ښوونې او روزنې وزارت په دغه هیواد کښې د د دیني مدرسو کنټرول په خپله غاړه اخلي.
د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر نن وویل: هغه ټولې دیني مدرسې چې په پاکستان کښې فعالیت کوي باید د دې وزارتخانې ترڅارنې لاندې خپل کار ته دوام ورکړي.شفقت محمود زیاته کړه: د دیني مدرسو د کنټرول او څارنې ضرورت ته په پام سره ټولې مذهبي ډلې دنده لري چې د خپلو مدرسو د فعالیت لپاره مجوز (اجازتنامه) ترلاسه کړي.
هغه څرګنده کړه: هره مدرسه چې په ټاکلي وخت کښې د مجوز د ترلاسه کولو لپاره اقدام ونه کړي هغه به تړل کیږي او د نور کار کولو اجازه به ور نه کړی شي.
ویل کیږي چې له ۲۰۱۴ کال څخه د ترهګرۍ ضده عملیاتو په لاجدي کیدو سره د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د افراط پالو ډلو د فکري جرړو د فعالیت مخه ونیسي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i82000
captcha