IQNA

ایرانی ملت په ایټمی موافقه کی د تهران له اقداماتو ملاتړ وکړ

23:04 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482161
نړیواله ډله: د ایران ولس همد اراز په پردیو په باور نه کولو او د استکبار د ډیرغوښتنو په وړاندې په نه تسلیمیدا سره له حکومته وغوښتل د امریکا او اروپا د بدقولیو د دوام په وړاندې جدی ګام پورته کړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د ایران خلکو د هیواد په بیلا بیلو ښارونو کی له جمعې لمانځه وروسته د لاریونونو په ترسره کولو سره مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل د شعارونو په ترڅ کی په ایټمی موافقه کی د امریکا او اروپا د بدعهدیو په وړاندی د پریکنده اقدام په ضرورت ټینګار وکړ .د ایران خلکو همداراز  د دغه لاریون په پاې کې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره  د امریکا مشرانو ته خبردارې ورکړ چی د ایران پرضد هر ډول ګواښ او خوځښت د خلکو له پریکنده غبرګون سره مخامخیږی .
د ایران ولس همد اراز په پردیو په باور نه کولو او د استکبار د ډیرغوښتنو په وړاندې په نه تسلیمیدا سره له حکومته وغوښتل د امریکا او اروپا د بدقولیو د دوام په وړاندې جدی ګام پورته کړی .
ایران له شورو ورځې  راهیسې په ایټمی موافقه کی خپل ځینې اقدامات ودرول او په دغه موافقه کې یې پاتې هیوادونو ته د خپلو ژمنو د اجرا لپاره ۶۰ ورځې فرصت ورکړ .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82065
captcha