IQNA

فقهی زاده خبر ورکړ:

د قرآن په ۲۷ نندارتون د ۱۲۶ نوښتګره طرحې به اجرا کېږي / د نړیواله اړخ وده

23:22 - May 13, 2019
د خبر لمبر: 3482170
قرآنی فعالیتونو ډله: د قرآن او عترت مرستیال اسلامی لارښود او کلتوری وزیر د قرآن نړیواله ۲۷ نندارتون د پرانیستا په مراسمو کښې د ۱۲۶ نوښتګره طرحو په دې دوره کښې پيل کولو ته اشارې سره د نندارتون د دې کال بې ساری ځانګړتیاوې وړاندې کړې.

د ایکنا خبرونو آژانس خبریال د راپور له مخې، عبدالهادی فقهی زاده، د قرآن او عترت مرستیال د اسلامی لارښود او کلتور وزیر او د قرآن کریم نړیواله ۲۷ نندارتون مشر د دغه نندارتون د پرانیستا په مراسمو کښې چې نن ماځیګر(۲۱ اردیبهشت) پيل شو، وویل: د دې کال نندارتون به له نورو کلونو نه نور زیات ملي او نور زیات نړیوال پيل کېږي او د عامه موسسو او کلتوری ادارو ګډون به هم په دغه نندارتون کښې شتون لرې، د قران کریم نړیواله ۲۷ نندارتون مشر دې بیان سره چې دې کال به د صادرات بانک لومړي ځل لپاره په دغه نندارتون کښې د لګښت پوره کولو لپاره په جدی توګه ګډون کوې او همدارنګه ښاروالۍ، کتابتون او ... او نورې بېلابېلې ادارې به د دغه نندارتون پيل کولو کښې همکاري لري.
هغه دې ته اشارې سره چې تقریباْ ۷۰۰ نوې جدی طرحو په دغه نندارتون کښې وړاندې کولو او اجرا کولو لپاره څېړنه شوې څرګنده کړه: له دغه شمېر یواځې ۱۲۶ طرحې د څېړنې نه ورستو منظور شوې چې له نوښت سره به اجرا کېږي. د دې کال نندارتون به مینه والو د هر کلۍ وړ وګرځې او د رمضان المبارک میاشتې تر ۱۹ به ادامه لرې.
د قرآن کریم نړیواله ۲۷ نندارتون مشر څرګنده کړه: دې کال هڅه شوې چې کوم سازمانونه په نندارتون کښې ګډون کوې هغه زیات کړو. همدارنګه د اسلامی هیوادونو رسمي غړو شتون هم د قرآن او عترت موسسه له نورو هیوادونو موسسو سره څنګ ته وړاندې شې چې په دغه اړه به نندارتون کښې ۱۰ هیوادونه به تفصیلي پروګرامونه وړاندې کوې.
http://iqna.ir/fa/news/3810641
captcha