IQNA

د قرآن نړیواله نندارتون په پرانیستا کښې فقهی زاده وویل:

د اسلامی نړۍ هیوادونو سره د مذاکراتو په سایه کښې د تفاهم ترلاسه کول

0:57 - May 15, 2019
د خبر لمبر: 3482172
نړیواله ډله: د اسلامی لارښود او کلتور مرستیال وزیر د قرآن کریم نړیواله نندارتون د پرانیستا مراسم کښې، دغه آسماني کتاب د اسلامی کلتوری اصلی عنصر وټاکلو چې په ټولو اسلامی هیوادونو کښې مشترک دی او وې ویل: د اسلامی نړۍ هیوادونو سره د مذاکراتو په سایه کښې د تفاهم ترلاسه کولو په لټه کښې یو.

د ایکنا راپور له مخې، عبدالهادی فقهی زاده د اسلامی لارښود او کلتور وزارت قرآن او عترت مرستیال د قرآن کریم نړیواله نندارتون ویشتمې دورې د پرانیستا په مراسم کښې وویل: د پاکستان د کوربه په توګه په دې مراسمو کښې ګډون تجربه لومړي ځل مو ترلاسه کړه هڅه کوو چې په راروان کلونو کښې له نورو هیوادونو په اړه هم دا کړنلارې ته ادامه ورکړو.
هغه دې بیان سره چې د هغو ستونزو چې اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده نه د وتلو لار په قرآن کښې لټولې شو، ادامه ورکړه: ضروري ده چې خپل دردونه او شخړې قرآن کریم ته په ریښتونې توګه وړاندې کړو او له دغه اسماني کتاب نه حل لار واخلو.
فقهي زاده وویل: د اسلامی نړۍ ننني دردونه، د اختلاف او بېلتون دې چې د ټولو اسلامی هیوادونو ترمنځه سره مشترک دی، دا کتاب، د اسلامی نړۍ د یووالی محور او د اسلامی امت د تړون عنصر دی. لټه کوو چې د مسلمانانو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو او د دې په رڼا کښې تفاهم ته ورسوو.
http://iqna.ir/fa/news/3811325
captcha