IQNA

امریکا د مقاومت د ډلو له قدرته ویریږي

23:42 - May 19, 2019
د خبر لمبر: 3482180
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان وویل: امریکا د مقاومتي او جهادي ډلو له قدرته ویره لري.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په دې خبرې سره چې اسلامي ټاټوبي د جهادپالو ځوانانو زیږونکي دي، ټینګار وکړ: امریکا د مقاومتي او جهادي ډلو له قدرته ویره لري.جنرال حسین سلامي نن په تهران کښې په یولړ مراسمو کښې، د څه باندې شپږو سوو میزائلو په توغولو سره د صهیونیسټانو جنایتونو ته د فلسطین د مقاومت ځپونکي ځواب ته په اشارې سره زیاته کړه: د مقاومت قدرت د صهیونیسټانو او امریکایانو د شاتګ سبب شوی دی.
جنرال سلامي په دې خبرې سره چې امریکا او صهیونیسټي رژيم د زوال په لاره سم شوي دي، څرګنده کړه: امریکا یو داسې دښمن دی چې په ظاهره پياوړی او پهلوان ښکاري خو له دننې څخه ډډ دی.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي انقلاب نن سبا په خپل ترټولو ښکلي پړاؤ یعنې ۴۰ کلنۍ کښې دی، څرګنده کړه: ایران د دښمنانو له مختلفو ګواښونو سره مقابلې ته بشپړ چمتو والی لري.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82253
captcha