IQNA

23:59 - May 21, 2019
د خبر لمبر: 3482193
نړیواله ډله: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل چې، له امریکا او نړیوالو متحدینو سره زمونږ همکاري د وینې، زیار اېستلو او قربانۍ ورکولو پر بنسټ ولاړه ده.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبرې آژانس آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حمدالله محب نن سه شنبه د افغانستان امریکایي پوهنتون د محصلینو د فراغت غونډې ته د وینا پرمهال وویل: «د پراختیا او بیاجوړونې په بهیر کې، مونږ د نړیوالو همکارانو، په خاص ډول د امریکا د متحده ایالتونو د بې سارې همکارۍ ستاینه کوو، داسې همکارې ده چې د وینې، زحمت ایستلو او قربانی کولو پر بنسټ ولاړه ده.»
نوموړې په افغانستان کې د امریکا د هڅو ستاییلو سربیره د امریکايي پوهنتون لاسته راوړنې مهمې وبللې او د دغه پوهنتون له فارغینو یې وغوښتل چې د هیواد د رهبرۍ مسؤلیت په غاړه واخلي.https://www.avapress.com/ps/news/185473
بچوې: ایکنا
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: