IQNA

په سینګاپور کښې د مسلمانانو او مسیحانو سره افطار

12:22 - May 30, 2019
د خبر لمبر: 3482205
نړیواله ډله: د سینګاپور مسیحیانو یوې ډلې تېره شپه د دغه هیواد مسلمانانو سره د افطار په مراسمو کښې ګډون وکړو.

د ایکنا راپور له مخې، د استریتس ټایمز نه په نقل، د The Church of Jesus Christ of Latter-Day Saints کلیسا مسیحیانو او د سینګاپور جمعیت اسلامی ډلې غړو په سینګاپور کښې د دینونو اړیکو ته وده ورکولو لپاره یو اقدام کښې سره د افطارۍ مراسم پیل کړل.
محمد حسبی د سینګاپور جمعیت اسلامی مشر وویل: نننۍ غونډ په ګوته کوې چې زمونږ سره ګډون له دغه هدف دی چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ ټول کولې شو په د ډېرو دینونو ټولنه کښې سره یو ځای ژوند وکړو.
په یوه بله ورته پېښه کښې، د دغه هیواد له بېلابېلو قومونو او دینونو منونکو د اتبار په شپه د افطارۍ په مراسمو کښې چې د Kampong Ubi Community Centre په مرکز کښې پيل شوې وه ګډون کړې وو؛ د سینګاپور ولسمشره حلیمه یعقوب هم د دغه مراسمو افتخاري میلمنه وه.
د سینګاپور د ۵.۵ ملینون نفرو په ټولنه کښې ۳۳٪ کسان بودایی، ۱۹٪ کسان مسیحي او تقریبا ۱۵٪ کسان مسلمانان دی.
http://iqna.ir/fa/news/3815150
captcha