IQNA

د پاکستان خلکو د فلسطین د ولسو مقاومت نه حمایت وکړو

10:09 - June 01, 2019
د خبر لمبر: 3482213
نړیواله ډله: د پاکستان مسلمانانو په پلازمینه اسلام آباد او د دغه هیواد په نورو ښارونو کښې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون په ترسره کولو او د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف د شعارونو په ورکولو سره، د دغه رژيم په وړاندې د فلسطین د خلکو د مقاومت ملاتړ وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د ایرنا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،د اسلام آباد، کراچۍ، کویټې، لاهور، پيښور او حیدر آباد په شمول د پاکستان د مختلفو ښارونو خلکو پرون د جمعې له لمانځه وروسته د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کښې ګډون وکړ.په دغه لاریون کښې ګډونوالو د صهیونیسټي رژيم او امریکې خلاف او د فلسطین له انتفاضې او د قدس تر آزادیدو پورې د مبارزې په ملاتړ کښې د شعارونو د لرونکو پلی کارډونو په وړلو سره له اسلامي هیوادونو او د بشري حقوقو له ملاتړو ولسونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو مظلومیت ته پام وکړي او د پیړۍ د معاملې په هکله د امریکايي- صهیونیسټي طرحې په وړاندې ودریږي.
په دغه لاریون کښې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري په یوه وینا کښې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون ترسره کول او په کښې ګډون د اسلامي امت او مسلمانانو یوه اصلي دنده وبلله.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر امام خمیني(رح) له خوا د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې غوره کولو، اسلامي نړۍ د ناروا صهیونیسټي رژيم له خوا د بیت المقدس د نیواک او د فلسطین د مظلومو خلکو د رنځونو او کړاؤنو په وړاندې بیداره ساتلې ده.
د پاکستان حکومت هم د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پيغام کښې وویل چې د پاکستان حکومت له ظلم او نیواکګرۍ سره د مبارزې لپاره د فلسطین د ولس ترڅنګ دی او د هغوي له مقاومته ملاتړ کوي.
https://www.irna.ir/news/83335423/

captcha