IQNA

پروان کې ۱۴ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول

13:58 - June 06, 2019
د خبر لمبر: 3482221
نړیواله ډله: ضبط شوي چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېد له ډوله دي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  پرون د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو عملیات په ترڅ کې ۱۴ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل. ضبط شوي چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېد له ډوله دي، چې د سیدخېل ولسوالۍ په انچوی کلي کې د یوه کور له منځه نیول شوي دي. ترهګرو غوښتل له یادو چاودېدونکو توکو د بمونو او بشکه یي ماینونو په جوړولو کې ګټه واخلي.
http://talwasa.af/2019/06/06
captcha