IQNA

اتمی عربستان؛ د خاشقجی قتل لپاره د امریکا جایزه

14:09 - June 06, 2019
د خبر لمبر: 3482224
نړیواله ډله:  جمال خاشقجی چی د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په دوهم ورځ د عربستان په کنسولګری کې په ترکیه کې په قتل ورسید.
د ایکنا راپور له مخې، د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تیم کین؛ امریکایی سناتور خبر ورکړی چی امریکا انرژی وزارت د جمال خاشقجی؛ سعودی منتقد ورځپاڼه لیکونکې، دوه مجوزه عربستان ته د هسته ای تکنولوژی لیږد لپاره صادر کړی دی.
لومړۍ مجوز د جمال خاشقجی قتل نه ۱۶ ورځی وروسته او دوهم یی د ۲۰۱۹ کال فبروری ۱۸ نیټه کې صادر شوی دی.
جمال خاشقجی چی د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په دوهم ورځ د عربستان په کنسولګری کې په ترکیه کې په قتل ورسید.
دا مجوزونه د لویو پروژو په جریان کې صادر شوی دی چی لږ تر لږه عربستان کې دوه هسته ای ځواک رامنځته کیدو سبب به شی.
هغه وخت چی سی آی ای محمد بن سلمان د جمال خاشقجی قتل آمر وبلل، دونالد ترامپ په یو بیانیه کې اعلان کړ چی عربستان رژیم څخه ملاتړ لپاره خپل موضع باندی ولاړ دی.
په دی کې کوم شک نشته چی د ترامپ دولت اصلی مقصد عربستان سعودی ته هسته ای تکنولوژی ورکړی څخه اقتصادی دی نه امنیتی. په بل بیان سره، ترامپ هڅه کوی چی هغه سختو رقابتونو کې چی امریکا، روسیه او جنوبی کوریا ترمنځ د سعودی رژیم لپاره هسته ځواک ورکړی لپاره جریان لری، امریکا بریالی شی؛ ځکه دا کار به امریکا جیب ته سعودی عربستان په میلیاردونو دالره نور پیسی واچوی.
حتی د امریکا او نور غربی او غیری غربی هیوادونه انګیزه عربستان او نورو رژیمونو ته د میلیاردونو دالرو اسلحو خرڅ څخه، امنیتی نه دی؛ بلکه دا کار په غرب کې تسلیحاتو تولید لوی کارخانو رونق لپاره ترسره کیږی. غرب پوهیږی چی که دا کار ونه کړی نو روسان او چینایان به آماده وی چی امریکا او اروپایی قدرت ځای ډک کړی.
بناپردی، خاورمیانه بدلیدل باروت مرګونۍ انبار باندی، یواځی اقتصادی هدف پکې دی نه استراتژیک او امنیتی همکاری.
سعودی رژیم ته هسته ځواک ورکړې ترڅنګ امریکا هڅه کوی چی ایران اتمی خطر اعرابو ته رابرسیره کړی او هغوی ایران مهار په بهانه اتمی ځواک رامنځته کیدو لوری ته بوځی.
دا په داسی حال کې دی چی خاورمیانه او اعرابو راتلونکې امنیت لپاره لوی ګواښ یو مقتدر اسلامی ایران نه دی؛ بلکه اسراییل غاصب رژیم دی چی امریکا په شکاره توګه اعرابو په نسبت هغوی نظامی قدرت ډیروالی باندی ټینګار کړی دی.
دا اتمی اسراییل دی چی خاورمیانه راتلونکې خطر سره مخ کوی او عربی مشروع او مسقتل او مقتدر دولتونه په سیمه کې ګواښ سره مخ کوی.
دا اقدامات شکاره کوی چی امریکا او ترامپ، په دروغ سره بشر حقوق او دموکراسی او حققو او ملتونو آزادی باندی تظاهر کوی؛ ځکه یواځینی څيز چی هغوی لپاره لومړیتوب لری، پیسی او اقتصادی ګټی دی؛ همغه څه چی په سادګی سره د جمال خاشقجی قتل باندی سرپوخ کښیښود او پرځای یی، عربستان یو سرکش او خونریزه شاهزاده ته اتمی مجوز ورکړ.https://www.avapress.com/ps/note/186303
captcha