IQNA

دمیرمنو پرضد تاوتریخوالی

22:36 - June 08, 2019
د خبر لمبر: 3482228
نړيواله ډله: د ښځو دچارو وزارت د میرمنو پرضد د تاوتریخوالی د زیاتیدا خبر ورکړ .
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز نه په نقل، دغه وزارت وویل د تیر کال په نسبت د افغانستان دښځو پرضد د تاوتریخوالی زیاتیدل دناامنۍ دجنګ او د تنګ نظرۍ او د بدو اقتصادی حالاتو په وجه دی .
دغه راپور وایی قتل و د بدن دغړو غوڅول او د مړیو سوځول او وهل ټکول ، جنسی تیری د افغانستان دښځو پرضد ترسره کیدونکی ډول ډول تاوتریخوالی دی .
دافغانستان د ښځو پرضد د تاوتریخوالی د مخه دنیولو په چارو کښې د لوی څارنوال مرستیال وویل د روان هجری لمریز کال په لومړیو دریو(۳)میاشتو کښې د هیواد په څلوردیرشو(۳۴) ولایتونو کښې دمیرمنو پرضد د تاوتریخوالی یوزر او یوسل شپږ(۱۱۰۶) موردونه ثبت شوی چې دغه شمیر د تیر کال په نسبت دوه (۱)برابره زیاتوالی ښیی .
https://ariananews.co/ps
captcha