IQNA

طالبانو رسندوی په حملې وګواښلې

19:17 - June 24, 2019
د خبر لمبر: 3482270
نړیواله ډله: طالبانو ویلي په داسې بڼه کې به د دغو رسنیو ودانۍ، خبریالان، کارکوونکي هیڅ یو خوندیتوب ونه لري.
د ایکنا راپور له مخې، د ایران پښتو راډیو خبری ویبپاڼې نه په نقل، دافغان رسندویو له راپور سره سم د  طالبانو پوځی  کمېسیون رسنیو ته ګواښ کړی چې د طالبانو ضد اعلانونه دې نه خپروي ګني تر هدف لاندې به یې ونیسي.
طالبانو رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، ولایتونو او کابل کې ځینې رسنۍ دوی ته له سپکاوي ډک اعلانات او د خاصو امنیتي ادارو تلیفون شمېرې خپروي او خلک د دولت جاسوسۍ ته هڅوي چې دا ډول له طالبانو سره د دښمنۍ اعلانات ژر تر ژره باید یوه اونۍ کی‌ دننه دننه ودرول شي، ګني طالبان به هغه رسنۍ د دښمن د استخباراتي بنسټونو په توګه هدف لاندې ونیسي.
طالبانو ویلي په داسې بڼه کې به د دغو رسنیو ودانۍ، خبریالان، کارکوونکي هیڅ یو خوندیتوب ونه لري.
دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې رسنیو ته ګواښ کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم له ګڼو ځای رسنیو غوښتي چې خپل نشرات د طالبانو له خوښتنې سره برابر کړي.
له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د طالبانو دا ډول ګواښونه د رسنیو د ازادۍ خلاف بولي او وایي د طالبانو دا کار د هغوی دا دریځ غلط ثابتوي چې وایي، دوی اوس ډېر بدل شوي دي.
د کابل پریس کلب مشر عزیز تسل په دې اړه وایي، طالبان دې له حکومت سره خپله دښنمۍ کې رسنۍ نه شریکوي.
افغانستان اوس د بیان د ازادۍ  په برخه کې لومړی درجه خطرناک هیواد بلل کېږي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82978
captcha