د پاکستان د ملي پيوستون شورا مشر وویل چې ایران د امریکې د پرمختللې بې پایلټه الوتکې په نسکورولو سره په حقیقت کښې د دغه هیواد لويي او غرور مات کړی دی.
صاحب زاده ابوالخیر محمد زبیر وویل: ایران په خپلو ځايي توغندویو سره د واشنګټن ډیر پرمختللی جاسوسي ډرون رانسکور کړ او په دې کار سره یې نړیوالو ته وښودله چې امریکا هیڅ نه شي کولی.
د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر هم داشان د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل چې د امریکې په وړاندې د ایران په شان سیاستونه غوره کړي.
صاحبزاده ابوالخیر محمد زبیر په پاې کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټانو، سعودي وهابیانو او د امریکې له دسیسو سره د مقابلې لپاره د ټولو مسلمانانو اتحاد او یووالی ضروري دی.