د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، کابل کې چې د هر ولايت او هرې ژبې خلک اوسېږي' د نورو بېلابېلو برخو ترڅنګ' د بېلابېلو قومونو او ژبو زرګونو پېغلو او ځوانانو د دهمزنګ له څلورلاري د دارالامان تر ماڼۍ پلي ولاړل او له ځان سره يې لسګونه متره اوږد بيرغ هم ولېږداوه. د افغانستان د نورو ښارونو په څېر په جلال اباد او د پکتيکا په مرکز ښرنه کې هم ځوانانو اوږده اوږده بيرغونه په ډولونو او نڅاګانو ولېږدول او دا ورځ يې په خوښيو او خوشاليو ولمانځله. فقير وطندوست وايي دا دی د ۷۵۰ متره اوږد بيرغ يوه پيڅه يې نيولي او د نورو ځوانانو سره د ښرنې ښار په واټونو کې د هېوادنيو ترانو په ويلو سره ګرځي. د يادولو ده چې د بيرغ ورځ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره لمانځل کېږي او افغانان هم په ډېرې مینې او لېوالتيا سره ولمانځله.
http://talwasa.af/2019/07/30/