IQNA

بلوچستان کې پر مېرمنو د تېري پېښې زياتې شوي

9:45 - August 16, 2019
د خبر لمبر: 3482349
نړیواله ډله: په بلوچستان کې د بشري حقونو سازمانونو پر مېرمنو د تشدد په اړه اندېښنه ښودلي او له حکومت څخه يې په دې اړه د جدي ګامونو غوښتنه کړي ده. په پاکستان کې پر مېرمنو د جنسي تېري،

بلوچستان کې پر مېرمنو د تېري پېښې زياتې شويد ایکنا راپور له مخې، په بلوچستان کې د بشري حقونو سازمانونو پر مېرمنو د تشدد په اړه اندېښنه ښودلي او له حکومت څخه يې په دې اړه د جدي ګامونو غوښتنه کړي ده. په پاکستان کې پر مېرمنو د جنسي تېري، تشدد او د پت په نامه د وژلو په اړه د بشري حقونو سازمان وايي، چې د پېښو کچه د نور کله په پرتله لوړه شوي، ځکه چې له يوې خوا په دې اړوند جوړ شوی قانون نه دی پلی شوی او بل د ستونزې د هواري لپاره ګامونه نه دي اخيستل شوي. په دې وروستيو کې پر ښځو د تشد د او د پت په نامه د وژلو يو شمېر پېښې رامنځته شوي، چې په غبرګون کې يې سازمان اندېښنه ښودلي ده. څه موده وړاندې په سنا کې هم د سنا غړيو له حکومته غوښتي وو، چې پر ښځو د تشدد او د تيري کوونکي مجرمانو ته بايد د محکمې له خوا سزا واورول شي. د سازمان له خوا په خپاره شوي يو راپور کې ويل شوي، د مېرمنو د حقونو لپاره جوړ شوی قانون ځکه نه عملي کېږي، چې په پارلمان کې زيات شمېر نارينه دي. او په بلوچستان ايالت کې پر مېرمنو او ماشومانو تېری عادي خبره ده. په لرې پرتو کليوالو سيمو کې پر ښځو د تېري پېښې مخ په زياتېدو دي. که يې مخنيوى ونه شي، شمېره به نوره هم زياته شي. د سازمان د اړونده چارواکيو له مخې اوس هم په ايالت کې د مېرمنو حقوق ترپښو لاندې کېږي. او په بېلابېلو نومونو نه يوازي تشدد ورباندې کېږي بلکې وژل کېږي هم. په تېره بيا په کليوالو سيمو کې د پېښو کچه څو چنده زياته ده.
http://talwasa.af/2019/08/15

بچوې: ایکنا
captcha