IQNA

11:38 - August 19, 2019
د خبر لمبر: 3482362
نړیواله ډله: زمونږخبریال وایی دنړۍ بیلابیلو هیوادونو او موسسو د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د واده په مراسمو کښې ترهګرې بم چاودنې ته پراخ غبرګونونه ښودلی دی .

په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت ، دجرمنی ، د ترکیې او د ایټالیا سفارتونو ،  دایران  او دپاکستان دبهرنیو چارو وزارتونو ، د بخښنې نړیوالې موسسې او په کابل کښې د اروپایی اتحادیې استازندویه دفتر پرون په یوشمیر بیانیو کښې د کابل د واده په دستورو کښې ترهګره بم چاودنه وغندله .

دایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزرات د افغانستان له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې د داډول جنایتونو عاملان  دانسانیت د افغانستان د امنیت د سولې او د ثبات دښمانان وبلل .

په کابل کښې دترکیې سفارت هم د کابل چاودنه څاروی ډوله ، غمیزناکه او د بشردوستانه قوانینو خلاف ورزۍ وبلله .

اروپایی اتحادیې هم وویل د کابل دبم چاودنې عاملان دبشریت دښمانان دی .

د بخښنې نړیوالې موسسې هم د کابل چاودنه بوږنونکی جنایت وباله او ټینګار یې وکړ دغه برید دجنګی قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده او دانسان په ژوند بې رحمۍ نندرې ته وړاندې کوی .

http://parstoday.com

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: