IQNA

د محرم عزادارۍ پیل کېدو امکان نه لرلو په اړه د کشمیر شیعیانو اندېښنه

22:34 - August 27, 2019
د خبر لمبر: 3482373
نړیواله ډله: د هند د لاس لاندې کشمیر شیعیانو په دغه سیمه کښې د وروستو شخړو او زور زیاتي له کبله په محرم او عاشورا کښې د عزادارۍ مراسم پيل کېدو امکان نه لرلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه ده.

د ایکنا راپور له مخې، د هندوستان ټایمز ورځپاڼې نه په نقل، په کشمیر کښې تګ را تګ باندې بندیز او د اړیکو او د مقرراتو د منحل کېدو نه ورستو شیعیان اندېښنه لرې چې دې کال به د محرم عزادارۍ مراسم پیل نکړې شې.
هغې همدارنګه د کشمیر د شیعیانو د انجمن مشر عمران رضا انصاري د نیولو په اړه د نا راحتي څرګنده کړه او وایئ په دې وروستو ورځو کښې څو ځلې د هغه کتنې او د پوښتنې لپاره او د محرم میاشتې مراسمو په اړه خبرو لپاره هڅه کړې ده، خو ولی په دغه کښې ناکام شو.
عمران رضا انصاري چې مخکې د کشمیر د ټکنالوژۍ او اطلاعات وزیر وو د کشمیر له فعالانو نه دې چې په دې ورستو ورځو شخړو کښې نیولې شوې دې.
د کشمیر پلازمینه په سری نګر ښار کښې د حکومت یو مشر په وینا قرار دې ډېر زر هغه ازاد کړې او کور ته یی منتقل کړې چې د محرم عزادارۍ پيل کولو لپاره شرایط اوارولو لپاره د سیمې نورو شیعه لارښودو سره مشغول شې.
هغه وویل: د محرم د عزادارۍ پروګرام پیل کولو لپاره هیڅ حکم نشته او په دغه پراوګرامونو کښې د ناخوښې پېښو مخنیوي لپاره ضروري اقداماتو باندې کار شورو دې.
د جامو او کشمیر ځانګړتیا لغو کولو نه ورستو پولیسو له ۴ زره نه زیات کشمیریان نیولې دې، همدارنګه په ورستو ورځو کښې یو شمېر زیاتې نښتې د خلکو او د امنیتي ځواکونو ترمنځه د کشمیر په بېلابېلو سیمو کښې رامنځته شوې دې.
د هند لومړي وزیر، ۱۴ مرداد باندې د جامو او کشمیر سیمې ځانګړې اختیارات او خپلواکې لغو کولو خبر ورکړې، د هند د اساسي قانون په ۳۷۰ اصل دغه سیمه په بهرنې چارو او دفاعي مسئلو نه پرته په نورو مواردو کښې ځانګړې اختیارات لرل.
http://iqna.ir/fa/news/3837534
captcha