IQNA

کابل کښې د عاشورا دورځې مراسم ترسره کیږی

20:45 - September 10, 2019
د خبر لمبر: 3482389
نړیواله ډله: زمونږ خبریال وایی د افغانستان د پلازمینې کابل په بیلابیلو سیمو کښې د حسینی عاشورا په مناسبت د ویر مراسم په سختو امنیتی تدبیرونو سره د ترسره کیدا په حال کښې دی .

د نورو کلونو په شان د افغانستان شیعه او اهل سنت وړونه  د پلازمینې کابل په بیلابیلو سیمو کښې په جوماتونو او امامباړو کښې په شتون سره د کربلا دشهیدانو یاد او خاطره لمانځی .

د روان کال د محرم دمیاشتې په مراسمو کښې هم د اهل بیت علیه  السلام مداحانو د حسینی عاشورا په مناسبت نوحې وویلې او په دستورو کښې ګډون کونکو د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت په غم کښې ژاړاګانې وکړې او ټټر یې هم ووهل .

د ویلو ده چې د افغانستان په ډیرو سیمو کښې له سختو ناامنیو سره سره په هرات ، مزار شریف ، بامیان، پل خمری ، جلال اباد او نورو ښارونو کښې هم دعاشورا دورځې مراسم د ترسره کیدا په حال کښې دی .

http://parstoday.com

captcha