IQNA

روهینګیا مسلمانان د نسل وژنې له خطر سره مخامخ

0:42 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482411
نړیواله ډله: د ویلو ده چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان له سره د دغه هیواد د ښآریزو په توګه نه پيژني.
د ایکنا راپور له مخې، د ariananews.co خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرو ملتو مفتشانو پرون په یو رپورټ کښې وویل چې د میانمار پوځیان لاهم د روهنګیا مسلمانانو د نسل وژنې په لړ کښې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او هغوي د نسل ختمیدو له سخت خطر سره مخامخ دي
د ملګرو ملتو مفتشانو په دغه رپورټ کښې ویلې دي: په روانو حالاتو کښې د هغو یو میلیون روهینګیا مسلمانانو میانمار ته ستنیدل ناممکن دي چې مخکښې د میانماري پوځ له خوا ځپل شوي او له دغه هیواد ایستل شوې وو
د ویلو ده چې د میانمار حکومت د روهینګیا قام مسلمانان له سره د دغه هیواد د ښآریزو په توګه نه پيژني.
ariananews.co
بچوې: ایکنا
captcha