IQNA

اشرف غني طالبان سولې ته وبلل

23:39 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482416
نړیواله ډله: د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ۳۰ شهریور باندې، طالبان په دغه هیواد کښې د وژنو عامل وګڼل او دغه ډله یی سولې ته دعوت کړه.

د ایکنا راپور له مخې، د بنی شفق نه په نقل، اشرف غني له ټي وي سره په یوه مرکه کښې وویل: د طالبانو له اړخه د سولې دعوت نه قبولو له کبله په افغانستان کښې وژني او تاوتریخوالی ادامه لري.
هغه زیاته کړه: که چرې طالبان له سولې سره موافقت وکړ، مونږ یی هم قبول کړو او وژني به ودرېږي.  
تېره ورځ هم د ډونلډ ټرمپ له اړخه د طالبان سره د سولې مذاکرات لغو کولو څرګندونو نه ورسته، اشرف غني ویلې و: حقیقي سوله به اړه محقق شي چې د طالبانو ځواکونه د سولې او د خبرو اترو بهیر د افغانستان دولت سره موافق کړي.
ټرامپ د طالبانو سره د مذاکرات لغو کولو نه ورستو په ټوئټ کښې لیکلې: هغې(طالبان) وایي چې په کابل یی برید کړي چې په نتیجه کې یی ۱۱ کسان او یو امریکایی پوځي مړ شوې.
ټرامپ په ادامه کښې څرګنده کړه: که هغې توان نه لرې چې د سولې دې ډېرو مهمو مذاکراتو کښې اوربند وکړي او حتی ۱۲ کسان قتل کړي، نو شاید چې هغې په هیڅ لاره د یو موافق مذاکراتو په اړه معنا نه لري.
یاداښتونه، تر اوسه یو شمېر د سولې مذاکراتو غونډې د امریکا او طالبانو ترمنځه په قطر دوحه کښې ترسره شوي او دوه اړخیزه توافق نږدې وو چې ټرامپ په کابل باندې د طالبانو برید او په هغې کې د امریکایی ځواک وژنه بهانه کړه او مذاکرات یی لغو کړل.
http://iqna.ir/fa/news/3843825
captcha