قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)د الجزیره ټی وی چینل نه په نقل، د غزه د بیړنی حالت خدماتو ویندوی اعلان کړی: د رفع ښار جنوبی برخه کښې د نړیوال سازمان مدرسه باندې نن اسرائیل برید کړی.
کریس ګونس، د فلسطین جنګی کډوالو د ملګرو ملتو د خیر ښېګڼې او کار اداری ویندوی د دې باره کښې وولی: دا مدرسه د زرګونو فلسطینی جنګی ګډوالو لپاره وه چې د اسرائیل پر له پسې بریدونو نه یی په کښې پنا اخیستلی وه.
حمله هغه وخت پیل شوه چې خلک د روټۍ اخیستلو لپاره په صف کښې ولاړ وو.
په تېرو لسو ورځو کښې دا درېیم ځل دی چې د ملګرو ملتو نړیواله سازمان مدرسه د اسرائیل ځواک بریدونو نښه وې.
غزه په رفع ښار کښې نن هم تقریباْ ۲۲ فلسطینی او یو څو ماشومان وژلی شوی.
غزه باندې د تیر میاشته ۱۷ تاریخ نه تر اوسه د رژیم اسرائیل په بریدونو کښې ۱۷۵۵ کسان وژلی شوی او ۹۲۰۰ کسان ټپی دی چې په کښې ۴۰۰ شمېر د ماشومانو دې،
http://www.iqna.ir/fa/News/1435471